د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي دسترخوان پروګرام؛ ' ۲۰۱۴۴ کورنیو ته مرستې رسېدلي'


د کلیو د پراختیا وزارت وايي د ملي دسترخوان پروګرام له پیلېدو راپدیخوا په ټولو ولایتونو کې له ۲۰ زرو ډېرو کورنیو سره مرستې شوي.

د دې وزارت سرپرست مجیب الرحمن کریمي نن دوشنبه ډسمبر ۲۱ (مرغومی۱) خبریالانو ته وویل چې د مرستو رسولو لومړی پړاو د افغانستان د ۱۲۳ ولسوالیو په نږدې ۱۳ زره کلیو بانډونو کې روان دی.

هغه زیاته کړه: "د ۳ زره کلیو کورنیو ته پیسې لېږدول شوي. تر دې دمه ۲۰ زره او ۱۴۴ کورنیو ته مرستې رسېدلي. پر دې بنسټ ۱۴۱۸۰۰ وګړي له دغو مرستو برخمن شوي دي."

ښاغلی کریمي زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته اوړه، وریژې، غوړي، لوبیا، نخود او صابون ورکول کیږي.

د افغانستان د کلیو پراختیا وزارت د معلوماتو پر بنست د ملي دسترخوان پروګرام له پیله تر اوسه له ۱۱۲۰۰ کلیو نه د ۹۸۰۰ اړمنو کورنیو لیست چمتو شوی دی.

د ملي دسترخوان پروګرام د مرستو رسولو دویمه جوپه ۲،۵ میلیونو وګړو ته مرسته رسونه ده چې ۳۳۵ ولسوالیو کې استوګن دي او ۱۴۰ میلیونه ډالر پانګه ورته ځانګړې شوې ده.

د افغانستان حکومت هوډ لري چې دغه برنامه په شپږو مرحلو کې پلي کړي.

دغه مرحلې د کرونا ویرس د لا خورېدو په اړه پوهاوی، خلکو ته د بانکي حسابونو پرانسیتل، د کلیو په اړه د معلوماتو راټولول، د اړمنو کورنیو د شمېر معلومول، د مرستو رسولو لړۍ باندې د څار کمېټې او د مرستو رسول شامل دي.

د کلیو پراختیا وزارت وايي چې په راتلونکو درې میاشتو کې به د افغانستان د ټولو کلیو اړمنو کورنیو ته د ملي دسترخوان پروګرام له لارې مرستې ورسول شي.

تر دې مخکې نیوکې دا وې چې د یاد پروګرام پلې کېدو پرمهال به فساد وشي، خو ولسمشر غني تر دې مخکې ویلي و چې فساد کوونکو ته به سخته سزا ورکړي.

XS
SM
MD
LG