د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان نظامیانو کورنیو ته د ۱۰زره نمرو ځمکې ویش پیل شو


د هغو افغان نظامیانو او د دیني عالمانو کورنیو ته چې په جګړو او جوماتونو باندې بریدونو کې وژل شوي دي د ۱۰زره نمرو ځمکې د ویش لړۍ پیل شوه.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د جون په ۳۰مه (چنګاښ ۹) یو شمېر دغو کورنیو ته د ځمکو د ملکیت سند د ورکولو په مهال وویل چې د افغانستان دولت او ملت د افغان نظامیانو او د دیني عالمانو د قربانیو پوروړي دي او ورته د ځمکو په ورکولو سره د دغه پور یوه کوچنۍ برخه ادا کوي.

د ارګ په یو بیان کې د ښاغلي غني له قوله ویل شوي: "دولت د دې پروسې شفافیت ته بشپړ ژمن دی او د شهیدانو کورنۍ به په ټوله پروسه څار کوي".

همداشان جمهور رئیس غني د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته لارښوونه کړې چې د افغان نظامیانو او د دیني عالمانو پاتې کورنیو ته د نمرو د وېش لپاره ژر تر ژره په ټول افغانستان کې ځمکې تثبیت کړي.

ښاغلي غني ټینګار کړی چې په دې پروسه کې غاصبینو ته ځای نشته او اړوندو ادارو ته یې دنده سپارلې ترڅو دغه پروسه ډیجیټلي کړي.

د افغانستان د شهیدانو او معلولینو د چارو وزارت له دغې پروسې څخه په هرکلي ویلي دي چې د وژل شویو افغان نظامیانو کورنیو ته د ځمکو وېش د هغوي قربانیو ته د درناوي په معنا دی.

د دغه وزارت سرپرست حمیدالله فاروقي د پنجشنبې په ورځ جولای ۱ (چنګاښ ۱۰) په یو بیان کې ویلي چې په دغې پروسه کې شفافیت او له فساد سره مبارزې ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG