د لاس رسي وړ اتصالات

ډانلډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند لخوا کاندیداتوري ومنله


جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په سپنې ماڼۍ کې د خپل ګوند پلویانو ته وینا وکړله.
جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په سپنې ماڼۍ کې د خپل ګوند پلویانو ته وینا وکړله.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ تیره شپه اګست ۲۸ (وږی۷) په سپینې ماڼۍ کې د خپل ګوند په ملي کنوانیسیون کې وینا وکړله او د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره یې په رسمي توګه د ګوند کاندیداتوري ومنله.

ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند د ملي کنوانیسیون په څلورمۍ او وروستۍ ورځ کې پخپلې اوږدې وینا کې د افغانستان د جګړې ذکر هم وکړ خو د عسکرو د کمولو او یا د جګړې د پای ته رسولو په هکله یې څه ونه ویل.

ښاغلي ټرمپ همدومره وویل چې غواړي امریکا د بهرنیو اوږدو جګړو نه راوباسي.

هغه پخوا ویلي چې د امریکا د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو پورې به په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمیر د "پنځو یا څلور زرو" په شاوخوا کې وي. په امریکا کې انتخابات د همدې روان ۲۰۲۰ کال د نومبر په میاشت کې کیږي.

د روان کال د فبروري د میاشتې راهیسې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمیر د ۱۳ زرو نه ۸۶۰۰ ته راټیټ شوی او امریکایي عسکرو پنځه نظامي اډې هم افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلي دي.

جمهور رئیس ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې پخپلې وینا کې چې شاوخوا ۱۵۰۰ کسان ورته راټول شوي وو، د خپل حکومت د لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په هکله خبرې وکړلې.

ټرمپ د اسلامي دولت یا داعش د خلافت له منځه وړل، د دې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي وژل، د ایران د قُدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني وژل چې امریکا یې د "نړۍ لومړی درجه ترهګر" بولی او د ایران د اتومي موافقې نه د امریکا وتل او په ایران د اقتصادي بندیزونو بیرته لګول د خپل حکومت د مهمو لاسته راوړنو څخه وبلل.

جمهور رئیس همدارنګه وویل چې حکومت یې د امریکا د نظامي قوت د مهارتونو د بهتره کولو لپاره ۲.۵ ملیونه ډالر لګولي او فضایي ځواک یې هم جوړ کړی.

ټرمپ وویل چې ډیر ژر به د امریکا "ښکلی" بیرغ په مریخ کې ولګول شي.

هغه پخپلو خبرو کې د اسرائیل او عربي متحده اماراتو تر منځ د سیاسي اړیکو د عادي کولو لپاره په موافقې کې منځګړتوب، د تل ابیب نه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت لیږدلو او په بیت القمدس په رسمي توګه د اسرائیل د پایتخت پيژندل او د ګولان غونډۍ په رسمي توګه د اسرائیل د خاورې برخه بلل د خپل حکومت د مهمو لاسته راوړنو څخه وبلل.

ښاغلي د کرونا ویرس د خپریدو د مخنیوي او هغو مالي او ځاني زیانونو یادونه هم وکړله چې دې ویرس امریکا ته رسولي او زیاته یې کړه چې د همدې کال د پای نه وړاندې به امریکا د کویډ نولس د ناروغۍ لپاره واکسین جوړ کړي.

خو بل پلو بیا د جمهوري ریاست لپاره د دیموکرات ګوند کاندید جو بایډن د جمهور رئیس ټرمپ په تګلارې انتقاد کړی.

ښاغلي بایډن په ټویټر کې لیکلي " د کومې ورځې نه چې د کویډ نولس ناروغي پیدا شوې، جمهور رئیس ټرمپ یې خطر بابیزه بللی، د متخصصینو لارښوونو ته یې غوږ ندی نیولی او په مخنیوي کې پاتې راغلی. قیمت یې باید اوس مونږ پرې کړو. "

خو جمهور رئیس ټرمپ د تیرې شپې په وینا کې وویل چې حکومت یې په تیرو درې نیم کالونو کې دومره لاسته راوړنې درلودې چې ښاغلي بایډن د خپل کار په ۴۷ کالونو کې نه درلودې.

جوبایډن د امریکا د مخکني جمهور رئیس براک اوباما مرستیال او تر هغې وړاندې د سنا د مجلس غړی و.

د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دیموکرات او جمهوري غوښتوکو ګوندونو کاندیدان پخپلو ویناو کې د یو او بل په کارونو انتقادونه کوي او د خلکو د پام او رایو د جلبولو لپاره د خپلو لاسته راوړو ذکر کوي.

د امریکا د سږ کال د جمهوري ریاست انتخابات د همدې روان ۲۰۲۰ کال د نومبر د میاشتې په ۳مې نیټې کیږي.

XS
SM
MD
LG