د لاس رسي وړ اتصالات

'جینیوا کنفرانس دې د افغانانو بشري حقونو ته لومړیتوب ورکړي'


ښاغلي ورایچ ویلي چې په یو سیاسي پلان کې هم له بشري حقونو څخه ملاتړ ته ځای نه دی ورکړل شوی.
ښاغلي ورایچ ویلي چې په یو سیاسي پلان کې هم له بشري حقونو څخه ملاتړ ته ځای نه دی ورکړل شوی.

د بخښنې نړیوال سازمان د جینیوا کنفرانس په درشل کې ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې روان وضعیت ته په پاملرنې نړیواله ټولنه باید په بشپړ ډول د بشري حقونو خوندیتوب ته ژمنه پاتې شي.

د جنوبي اسیا لپاره د دغه سازمان رئیس عمر ورایچ په افغانستان کې روان وضعیت حساس بللی او ویلي یې دي چې د سولې د خبرو ترڅنګ په دغه هېواد کې تاوتریخوالی دوام لري او له سلګونو ملکیانو قرباني اخلي.

ښاغلي ورایچ ویلي چې په یو سیاسي پلان کې هم له بشري حقونو څخه ملاتړ ته ځای نه دی ورکړل شوی او دغه راز د نړۍ په کچه د افغانستان کمزوري روغتیايي سیستم ته په پاملرنې د کروناویروس په دغه هېواد کې مخ په پراخېدو دی.

عمر ورایچ په یو بیان کې ټینګار کړی چې اوس له افغانستان سره په مرستو کې د کمولو یا د نړیوالې ټولنې شا ته تګ وخت نه دی.

ښاغلي ورایچ ویلي: "په تیرو دوو لسیزو کې له افغانستان سره د بشري حقونو په برخه کې د نړیوالو مرسته چې د محدود خو مهم پرمختګ لامل شوې ډېره حیاتي وه، خو لا زیات کارونه باید ترسره شي... د جینیوا کنفرانس باید د بشري حقونو پر اهدافو باندې لازیات تمرکز وکړي".

د بخښنې نړیوال سازمان د جینیوا له کنفرانس څخه غوښتي چې په افغانستان کې له قضايي سیستم څخه ملاتړ وکړي او پیاوړتیا ته یې پاملرنه وکړي ترڅو د جګړې له قربانیانو څخه د ملاتړ، د جرایمو د تحقیق او د مجرمینو د محاکمې جوګه شي.

دغه سازمان همداشان ویلي چې د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو دواړو اړخونو ته باید دا څرګنده شي چې په افغانستان کې د بشري حقونو اړوند مسایل د بحث وړ نه دي.

د ښځو حقونه

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ په پرتله اوس په افغانستان کې د ښځو وضعیت ډېر ښه شوی دی.

دغه سازمان ویلي چې اوس په افغانستان کې ۳.۳ میلیونه نجونې ښوونځي ته ځي او ښځې د دغه هېواد په سیاست، اقتصاد او ټولنیزو مسایلو کې دخیلې دي، خو لا هم په دې برخه کې عمده ستونزې په خپل ځای پاتې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې په افغانستان کې له ښځو سره په پراخه کچه تاوتریخوالی دوام لري، په دولتي ادارو کې د ښځو ګډون لا محدود دی، د یونیسف د معلوماتو په اساس ۲.۲ میلیونه افغان نجونې له ښوونځیو محرومې دي او د سولې په خبرو کې د ښځو د بشري حقونو په برخه کې شوي پرمختګونه له ګواښ سره مخامخ دي.

د دغه سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مشر له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د دغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره لازم اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG