د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفارت د دوستم – ایشچي د قضیې د جدي تعقیب ملاتړ وکړ


په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتود سفارت سرپرست ویلي دي چې د عبدالرشید دوستم او احمد ایشچي د قضیې د شفاف تعقیب ملاتړ کوي.

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر هوگو لارنس وویل چې هیواد یې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د خلکو په څیر ددې قضیې د عدلي تعقیب او په دې هکله د ممکنو عدلي اقداماتو ملاتړ کوي.

احمد ایشچی د افغانستان په شمال کې د اوزبیکانو یو پیژندل شوی شخصیت دی. هغه د تیر کال د قوس په میاشت کې ادعا وکړه چې د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، د شبرغان ولایت د بزکشۍ په میدان کې د سگونو کسانو په مخ کې وهلی او بیا زنداني کړی دی.

ښاغلي ایشچي همداشان ادعا کړې ده چې د جنرال دوستم په کور کې د بند پر وخت پر مرگ گواښل شوی، شکنجه او حتا د جنسي تجاوز سره مخ شوی دی.

ښاغلي لارسن پر جنرال دوستم باندې د ایشچي د وهلو ټکولو او جنسي تیري پر گډون وارد شوي تورونه "ډیر جدي" وگڼل او وویل چې دغه قضیه د افغانستان د لوی څارنوالۍ او عدلي او قضایي بنسټونو له لورې د جدي څیړنې وړ ده.

د افغانستان حکومت له دغو ادعاو وروسته په دې هکله پلټنې پیل کړي دي او ژمنه یې کړې چې ناپیلي تحقیقات به وکړي. خو تر اوسه د افغانستان د حطومت د پلټنو وروستۍ نتیجه نه ده اعلان شوی.

د امریکا د سفارت سرپرست وویل د دوستم او ایشچي په اړه روان تحقیقات د قانون د پلي کولو لپاره د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اراده په ډاگه کوي او نړیوالو ته پیغام ورکوي چې په افغانستان کې هیڅوک له قانون پورته نه دی.

هوگو لارنس خبرداری ورکړ چې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دوسیه یوه حقوقي مسله ده او د هغې د سیاسي کولو او له هغې نه د قومي لانجو د رامنځ ته کولو لپاره استفاده په افغانستان کې د قانون حاکمیت او سوله او ثبات له گواښ سره مخامخ کوي.

XS
SM
MD
LG