د لاس رسي وړ اتصالات

د ډاکټر تېتسو ناکامورا مړي جاپان ته ولېږدول شو


ولسمشر غني د ډاکټر ناکامورا د مړي د انتقال پر مهال
ولسمشر غني د ډاکټر ناکامورا د مړي د انتقال پر مهال

په افغانستان کې د جاپان د سولې او طبي خدمتونو موسیسې د مشر ډاکټر تېتسو ناکامورا مړی د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د ځانګړو مراسمو په لړ کې، چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په ګډون د افغان حکومت نورو چارواکو هم په کې ګډون کړی و د شنبې په مازیګر جاپان ته ولیږدل شو.

په دې مراسمو کې په کابل کې د جاپان د سفیر سربیره د هغه مېرمنې، لور او دوستانو هم ګډون کړی وو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني په دې مراسمو کې په خپله لنډه وینا کې افغانستان ته په ځانګړي ډول د ننګرهار ولایت اوسیدونکو ته د ډاکټرناکامورا خدمتونه وستایل.

ښاغلي غني وویل:"ډاکټر صاحب ناکامورا هغه ستر شخصیت وو، چې خپل ټول ژوند یې د افغانستان د ولس د ښېګڼې د محرومو اقشارو د قوي کولو او د دې وطن د ابادولو لپاره وقف کړ".

جمهور رئیس غني وویل، ډاکټر ناکامورا جاپاني الاصله افغان وو، چې له همدې امله ښاغلي غني او افغانانو جاپانیانو ته د هغه د مړینې له امله تسلیت څرګند کړ.

په دې مراسمو کې د ننګرهار ولایت یو شمیر قومي مشران او ولایتي چارواکي هم حاضر وو.

ښاغلي غني ژمنه وکړه، چې افغان امنیتي ځواکونه به د جاپانې خیریه کارکوونکي د قاتلانو څخه د هغه غچ واخلي.

ښاغلي غني وویل:"د دغه قاتلان به جهنم ته ځي او د افغانستان اتل اردو، پولیس به دا خاینان پیدا کوي او د قانون منګلو ته به یې ورکوي".

جمهور رئیس غني وویل، چې کومې پروژې، چې دغه جاپاني خیریه کارکوونکي پیل کړي، هغه به بشپړې کړي.

ډاکټر تیتسو ناکامورا د تیرې چهارشنبې په ورځ ( لیندۍ ۱۳مه) د ننګرهار ولایت مرکز د جلال اباد د ښار په لومړۍ ناحیه کې د دریو وسله والو له خوا په ډزو ټپی شو، چې بیا وروسته په هغه ورځ یې د ورپیښو ټپونو له امله ساه ورکړه. د دغه جاپاني خیریه کارکوونکي سره د هغه څلور ساتونکي او افغان موټر چلوونکی هم و وژل شول. د برید وروسته بریدکوونکي په تیښته بریالي شوي دي.

د ډاکتر ناکامورا د کورنۍ غړي د جمعې په ورځ د هغه د مړي د ترلاسه کولو لپاره کابل ته راغلي وو. جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله په جلا جلا غونډو کې د ډاکټر ناکامورا د کورنۍ د غړو سره تیره ورځ کتلي او هغوی ته یې د خواخوږۍ مراتب وړاند ې کړي دي. د ډاکټر ناکامورا وژل د افغانستان په دننه او بهر کې په پراخه توګه غندل شوي دي.

د کابل په ګډون د افغانستان په ډیرو ښارونو کې د هغه په یاد غونډې جوړې شوي او شمعې بلې شوي دي.

تراوسه د دغه جاپاني خیریه کارکوونکي د وژلو مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. خو د ننګرهار ولایت چارواکو ادعا کړې، چې د هغه د مرګ پلان له افغانستان بهر تنظیم شوی وو.

XS
SM
MD
LG