د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وايي په ننګرهار کې بې‌پیلوټه طیارې ۱۸ ملکیان وژلي


د ننګرهار پولیس وايي، چې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د بې‌پیلوټه طیارې په بمبارۍ کې ملکي افغانان وژل شوي دي.

​د دغه ولایت د پولیسو ویاند مبارز اتل امریکا غږ - آشنا ته وویل، چې د خوږیاڼو په بمبارۍ کې اتلس ملکیان وژل شوي او شپږ زخمیان دي.​

د خوږیاڼو ولسوال شمس الحق ساپي امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه د وزیرو تنګي سیمه کې بې پیلوټه طیارې هغه ولسي خلک بمبار کړي چې ځنګل ته د جلغوزو ټولولو پسې تلل.

د ننګرهار ولایتي شورا وکیل اجمل عمر وايي په دغه پېښه کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله ‌‌‌‌‌‌ډېره ده.

نوموړی وايي څه مړي راویستل شوي او څه لا هم هلته پاتې دي.

د ننګرهار د والي ویاندعطا الله خوږیاڼی وايي بمبار شوی او مرګ ژوبله هم لري خو وايي مالومه نه ده چې وژل شوي کسان څوک دي.

XS
SM
MD
LG