د لاس رسي وړ اتصالات

ډرون په پاکستان کې ترهگر ولي خو حکومت یې غوسه کوي


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوې مقالې کې لیکلي دي چې بې پیلوټه الوتکې یعني د ډورن الوتکې په پاکستان کې ترهگر په نښه کوي خو حکومت یې په غوسه کوي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د چارشنبې په ورځ د ډورن په یوې حملې کې د حقاني ډلې یو غړی او دوه ملگري یې ووژل شول. پاکستان وایي حمله د افغان کډوالو په کور شویده.

د ډرون الوتکې د چارشنبې په ورځ د کرمو د سپین ټال ماموزۍ په سیمې کې یوه کور په نښه کړ چې پاکستاني چارواکي وایي افغان مهاجر پکې اوسیده. په دغه حمله کې ناصر محمود چې خواري لقب کوي، د خپلو دوو ملگرو سره ووژل شول.

د حقاني شبکې په سر په وروستو کې د امریکا او پاکستان اړېکې خرابې شویدي. امریکا پرله پسې د پاکستان نه غوښتي دي چې د ترهگرو پناهځایونه دې ختم کړي. پاکستان وایي چې په دغه ملک کې د ترهگرو پناهځایونه نشته دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه دا هم لیکي چې د حقاني شبکې او د افغان طالبانو د مشرانو د پاکستان د استخباراتي ادارو سره د روابظو په وجه د امریکا او پاکستان ترمنځ اختلاف زیات شویدی.

د پاکستان د دفاع وزارت د ډرون دغه وروستۍ حمله غندلې ده او وایي چې دا د پاکستان په ملي حاکمیت تیرې دی. پاکستان د دفاع د وزارت اعلامیه وایي چې پاکستان د امریکا نه دا غوښتنه کوي چې د هغوي سره استخباراتي معلومات شریک کړي. د هغې په اساس به پاکستان په خپله د ترهگرو په ضد اقدامات وکړي.

پاکستان کې رسنیو د پاکستاني چارواکي له قوله لیکلي چې د چارشنبې د ورځې دغه برید د افغان مهاجرو په کور شویدی، ځکه دوي وایي چې افغان مهاجر دې بیرته افغانستان ته لاړ شي.

پاکستان مدام د ډرون په الوتکو کې د طالب مشرانو او یا هم د حقاني شبکې د کومو مشرانو د وژلو په هکله خپله ناخوښي څرگنده کړیده. پاکستان وایي چې د ډرون حملو اجازه نه ورکوي او دا یې په ملي حاکمیت تیری دی.

امریکا د ډرون په حملو کې د طالبانو او د حقاني شبکې ځیني لوړپوړي او مهم مشران وژلي دي چې یو یې پکې د افغان طالبانو د ډلې مشر ملا اختر منصور هم دی. هغه د ٢٠١٦ کال د می په ٢١ په پاکستان کې په نښه شوی و.

XS
SM
MD
LG