د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د نشه يي توکو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی


خوست کې د نشه يي توکو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

په خوست کې له مخدره موادو سره د مبارزې اوونۍ داسې مهال لمانځل کيږي، چې د مسؤلينو په وينا په دغه ولايت کې په نشه يې توکو د روږدو کسانو شمېر لا د ډېرېدو په حال کې دی.

په همدې لړ کې د پوهنتون محصلينو ته د نشه يي توکو د زيان ترڅنګ پر هغو لارو چارو خبرې کيږي، چې څنګه کولای شي، د روږدو کسانو شمېر راکم او يا لږ تر لږه کنترول کړای شي.

یو محصل٬ احمد ظاهر وحدت وايي: ”يو محصل، يو شاګرد او يو استاد کولای شي يوه غټه کتله پوهه کړي چې دا بدرنګ بوټی دی، مضر بوټی دی. هم صحت ته تاوان لري، هم اقتصاد ته تاوان لري او هم شرم دی.‟

د نشه يي توکو پرضد د مبارزې مسوولين وايي، غواړي چې له مختلفو لارو څخه په ګټې اخيستنې سره کليو بانډو ته دا پيغام ورسوي چې نشه يي توکي د انسان ژوند تباه کوي او ځان ترې لرې وساتي.

د مخدره موادو پرضد د مبارزې رئيس٬ نجي الرحمن همدرد وويل: ”په ښوونځيو کې، له قومي مشرانو، ديني عالمانو، په ولسواليو کې پلان لرو چې دا ورځ ونمانځو، ترڅو ځوانان، قومي مشران او ديني عالمان هم په دې مبارزه کې خپل مسؤليت اداء کړي.‟

په ورته وخت کې ددې ولايت يو شمېر اوسېدونکي له دولت نه غوښتنه لري، چې په يوه وخت کې د ډېر شمېر معتادينو د درملنې لپاره امکانات برابر کړي.

د خوست اوسېدونکی٬ عثمان وايي: ”اوس موږ ته د شلو يا دېرشو کسانو د درملنې روغتون جوړ دی، په دې زموږ بسنه نه کېږي. کوم معتاد چې موږ ور ولو، وايي چې ځای نشته په کې. زموږ روږدی بېرته راګرځوي.‟

د څېړونکو په وينا که څه هم د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو مخنيوی تر ډېره بريده له ستونزو خالي نه دی، خو په دې برخه کې د ټولنې د ټولو قشرونو همکاري لازمه ده.

XS
SM
MD
LG