د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د تریاکو د حاصل ټولول پيل شوي


د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د تریاکو را ټولول پيل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00

د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د تریاکو را ټولول پيل شوي

د تریاکو د نیش وهلو لپاره هره ورځ په لسګونه کسان د کار لپاره هغو سیمو ته ځي چې پراخ کښتونه پکې شوې دي.

د حاصل د راټولو کار ته يې (نیش) وايې چې هره ورځ لس ګونه بې روزګاره کسان د تریاکو د کښت سیمو ته پسي ځي.

له کندهار څخه تیریدونکي دا کسان ټول یوه ستونزه یاده وي، د کاري فرصیتونو نشتون او بې روزګاري. د ګلاب الدین په نوم یو ځوان د تریاکو نیشګر دی. ده اشنا ټلویزیون ته وویل د بې روزګارۍ له کبله د تریاکو نیش وهل یې پیل کړې دي.

د بې روګارۍ ستونزه د هغو سیمو اوسیدونکي هم یادوي چې څو کاله وړاندي د تجارت عمده مرکز بلل کیده.

د سپین بولدک ولسوالۍ اوسیدونکی سیف الله له خپلو نورو پنځو ملګرو سره د کندهار جنوبي ولسوالیو ته د تریاکو په نیش پسې روان دی.

دی وايي چې اوس په سپین بولدک ولسوالۍ کې پخوانی تجارت او کاروبار نشته ځکه خو يې د تریاکو د حاصل را ټولو کار ته مخه کړې.

سیف الله وايي "اوس کارونه نشته، بې روزګاري ده، نیش وهلو ته روان یو ".

دا نیشګر مني چې چې د تریاکو کښت او کارو بار د ټولنې لپاره ډير زیانونه لري، خو له دوی څخه هر یو يې خپل کمزوری اقتصاد او د بې وزلۍ ستونزه یاده وي.

د هلمند په ګډون د جنوب په یو شمیر ولسوالیو کې له تیرو ۲ اونیو راهیسې د تریاکو د حاصل را ټولول پيل شوي.

د تریاکو نیش وهل
د تریاکو نیش وهل

که څه هم د تریاکو په نیش کې د بوختو کسانو د قیق شمیر معلوم نه دی، خو د نشه يي توکو پرضد د مبارزې مسئولین وايې چې په اټکلیز ډول د جنوبي ولایتونو په کچه پدغو شپو ورځو کې تر ۹۰ زره زیات کاریګر د تریاکو د حاصل د را ټولو په کار کې بوخت دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG