د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا لوی درستیز کابل ته تللی


جوزف دنفورد پخوا په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو قوماندان و
جوزف دنفورد پخوا په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو قوماندان و

د امریکا د متحدو ایالاتو د پوځ لوی درستیز، جوزف نفورد، د دوشنبې په ورځ کابل ته ورسید چې له افغان چارواکو او په افغانستان کې د میشتو امریکايي پوځيانو له قوماندانانو سره د امریکا د نوې پوځي تګلارې په اړه وروستۍ سلامشورې وکړي.

امریکايي ولسمشر دونالد ټرمپ د دفاع وزیر جیم متیس ته واک ورکړی چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمیر پریکړه وکړي.

په افغانستان کې د میشتو امریکايي پوځیانو قوماندان، جان نکلسن، واشنګټن ته ویلي چې پدغه هیواد کې جګړه له "بن بست" سره مخ شوې او د حالاتو د قابو کولو لپاره باید زرګونه اضافي امریکايي پوځیان واستول شي.

اوسمهال ۸۴۰۰ امریکايي پوځیان په افغانستان کې میشت دي.

XS
SM
MD
LG