د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان کې د ګاز د تنفس کولو له امله په موټر کې ۱۰ تنه مړه شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

په ارزګان ولایت کې د واده د مراسمو لس تنه ګډونوال په سیند کې د موټر بندېدو له امله مړه شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې پېښه د ګیزاب په ولسوالۍ کې د هلمند سیند سره رامنځته شوې ده.

د ارزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل نن چهارشنبه فبروري ۲۴ (کب شپږمه) امریکا غږ ته وويل چې د واده ۱۰ واړه مېلمنو په موټر کې د ګاز له کبله خپل ژوند له لاسه ور کړی.

نوموړي زیاته کړه: "تېره ورځ ناوخته د واده یو تېز رفتاره موټر په هلمند سیند کې بند شوی تر څو چي نور وسایط يې مرستې ته رسیدل په موټر کې ګاز را ټول شوی چې له کبله يې د سپرلیو تنفس بند شوی او د موټر ټوله سپرلۍ يې ژوند له لاسه ور کړی."

نوموړي زیاته کړه چې د پېښې سیمه د کمربند ساحه ده او په وینا یې د افغان ځواکونو ورتګ نا ممکن وو.

هغه وویل چې په دغه پېښه کې درې ماشومان، شپږ مېرمنې او یو تنکی ځوان مړ شوی دی.

ګیزاب ولسوالي له دایکندي ولایت سره په سرحد کې پرته ده چې د هلمند سیند هم ورڅخه تېر شوی.

هر کال د ژمې په موسم کې د هلمند سیند په اوږدو کې ګڼ کسان د خامه لارو او یا د سیند د اوبو د زیاتوالي له کبله له ورته ستونزو سره مخ وي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG