د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې طالبانو سره نښته کې ۱۱ پولیس وژل شوي


چارواکو د ولسوالۍ د سقوط په اړه اوازې رد کړې
چارواکو د ولسوالۍ د سقوط په اړه اوازې رد کړې

د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولایت د شورتپې ولسوالۍ پر امنیې قومندانۍ د طالبانو بریدونو کې ۱۱ افغان پولیس وژل شوي دي.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد د سې شنبې په ورځ د «تلې پر۹مه» امریکا غږ ته وویل، چې وسله والو طالبانو تېره شپه دوه بجې د دغه ولسوالۍ پر امنیتي پوستو پراخ بریدونه وکړل، چې تر سهار یې دوام درلود.

ښاغلي فرهاد د یادې ولسوالۍ د سقوط په اړه خپرې شوې اواز هم رد کړې.

هغه وویل:"ولسوالۍ سقوط نه دی کړی، د شپې دوې بجې طالبانو د ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ بریدونه وکړل،فعلاً ولسوالي د افغان ځواکونو په لاس کې ده، بدبختانه په دغه جګړه کې زموږ ۱۱ سرتېري وژل شوي دي."

پر همدې مهال د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل امریکا غږ ته وویل، چې د طالبانو د تېرې شپې په بریدونو کې یوازې دوو امنیتي پوستو سقوط کړی دی.

هغه وویل:"ډله ییز بریدونه وه، یوازې دوو پوستو سقوط کړی، تر اوسه معلومات بشپړ شوي نه دي."

وسله والو طالبانو بیا رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې د یادې ولسوالۍ د نیولو ترڅنګ د ۱۹ افغان سرتېرو د وژل کېدو او ۱۲ نورو د نیول کېدو ادعا کړې ده.

بلخوا د جوزجان د ولایتي شورا غړي او په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازي وايي، د درزاب ولسوالۍ تر سقوط وروسته له سلو زیات ملي او محلي پولیس د طالبانو لخوا محاصره شوي دي.

دغه استازي وايي، چې یاد سرتېري له تېرو درې ورځو راپدېخوا د درزاب ولسوالۍ تر سقوط وروسته د «انتن» تپې په سیمه کې د طالبانو لخوا محاصره شوي دي.

پر همدې مهال د جوزجان امنیه قوماندان عبدالواحد وجدان د طالبانو لخوا د یادې ولسوالیو د نیولو په تائید سره وویل، چې د محاصره شوو سرتېرو د راخوشي کولو هڅې پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG