د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د سرپل د تیلو د طبیعي زیرمو د نیولو لپاره بریدونه کړي


په سرپل ولایت کې د وسله والو طالبانو په حمله کې ۲۰ امنیتي سرتېري وژل شوي‌ او ۲۳ نور ټپیان شوي‌ دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني د سې شنبې په ورځ د «مرغومې پر ۱۱مه» امریکا غږ ته وویل چې یاد امنیتي سرتېرې تېره شپه د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ، او د سرپل مرکز اړوند د روستای قشقري سیمو کې د طالبانو په حملو کې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې وسله والو طالبانو تېره شپه د تېلو زخېرو د نیولو په هدف دغه حملې کړې وي.

هغه وویل:"تېره شپه اووه بجې وسله والو طالبانو په صیاد ولسوالۍ کې د تېلو زخیرو نیولو په هدف حمله وکړه چې تر نن سهار پورې ادامه لرل، په دغه حمله کې تر شلو زیات ملي او سیمه ییز پولیس، امنیت ملي او محافظت عامه کسان چې د تېلو زخیزو د امنیت مسؤلیت یې لاره وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي‌ دي، دښمن ته هم درانه تلفات اوښتي‌ خو کره ارقام یې معلوم نه دي. "

وسله والو طالبانو هم د سرپل ولایت د تېرې شپې په جګړې کې د شااوخوا ۵۰ امنیتي سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

پر همدې مهال د سرپل ولایتي شورا د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښيي.

د سرپل د ولایتي شورا غړې معصومه رمضاني امریکا غږ ته وویل چې له تېرو دریو کلونو راهسي د دغه ولایت اوسېدونکي‌ د ارامۍ احساس نه کوي.

هغې زیاته کړه:"نژدې درې کاله کېږي چې خلکو کراره ورځ نه ده لیدلې، صیاد ولسوالي چې د سرپل له مرکز څخه ۴ یا ۵ کیلومتره فاصله لري یو کال کېږي چې له امنیتي ګواښ سره مخ ده."

د سرپل ولایتي شورا له حکومت څخه غواړي چې په دغه ولایت کې د امنیت د ټینګښت لپاره پوځي عملیات پيل کړي.

XS
SM
MD
LG