د لاس رسي وړ اتصالات

۲۰۱۸ کال کې ۲۶۱۵ ملکیان وژل شوي ـ د عدالت غوښتنې ګروپ


په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وایي، په تېر ۲۰۱۸ مېلادي کال کې ۶۶۸۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې په دې شمېر کې ۲۶۱۵ تنه وژل شوي او ۴۰۷۲ نور ټپیان شوي دي.

د دغه ګروپ مشر عزیز احمد تسل د دوشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل، چې د دوی له ګروپ سره ثبت شوي معلومات ښیي، چې په دغه شمیر کې ۴۹ فیصده مرګ ژوبله د دولت ضد ډلو «طالبانو او داعش» په حملو کې منځته راغلې ده.

ښاغلي تسل همدارنګه وویل، چې ۲۷ فیصده نوره مرګ ژوبله بیا په حکومتي ځواکونو پورې اړه لري، چې په دې کې یې ۶ فیصده د هوایي شپنیو عملیاتو په ترڅ کې رامنځته شوې ده.

هغه همدارنګه وویل، چې ۲۲ فیصده نور تلفات بیا د راکیټي بریدونو، هاوان مرمیو او هدفي وژنو له امله شوي دي.

ښاغلي تسل زیاته کړه" افغان حکومت، داعش ډلې او د طالبانو ډلې چې د افغانستان په جګړه کې شامل دي دغه مرګ ژوبله رامنځته کړې ده".

ښاغلي تسل همدرانګه وویل، چې په دغه کال کې ډیره مرګ ژوبله په کابل، ننګرهار، هلمند او غزني ولایتونو کې رامنځته شوې ده.

دغه ګروپ وایي، چې په همدې کال کې د حکومتي ځواکونو له خوا د دوی د مخالیفینو پر وړاندې په ترسره شوو شپنیو عملیاتو کې ۲۶۵ ملکیان وژل شوي دي.

دغه ګروپ چې له شلو مدني ټولنو څخه جوړ شوی وایي، چې په ۲۰۱۸ کال کې ۴۰ داسې ځانمرګي بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۷۴۴ ملکي وګړي وژل شوي دي، چې داعش ډله او وسله وال طالبان پکې پړه ګڼل کیږي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ پر حکومت غږ وکړ، چې په روان زیږدیز کال کې دې پر داسې طرحو کار وکړي، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه راټیټه کړي.

دغه ګروپ په خپلو وړاندیزونو کې ویلي، چې د ملي امنیت شورا دې د مرګ ژوبلې د کموالي ملي پالیسي له خلکو سره شریکه کړي او له دفاع وزارت څخه هم غواړي، چې د شپنیو عملیاتو په جریان کې دې د خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته جدي پام وکړي.

دغه ګروپ له طالبان هم غواړي، چې ملکي تاسیسات دې د پټن ځایونو په توګه نه کاروي.

XS
SM
MD
LG