د لاس رسي وړ اتصالات

قاطع ملاتړ ماموریت: زابل کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي


په کندهار کې د قاطع ملاتړ ماموریت مطبوعاتي دفتر وايي، په زابل ولایت کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د نړیوالو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر مسئول جګړن ټامس نن سې شنبه د اکتوبر پر ۲۹مه امریکا غږ ته وويل، چې نړیوالو ځواکونو د افغان همکارانو په ملاتړ د دولت د وسله والو مخالفینو پر یوه لویه ډله نن سهار وختي هوايي بریدونه کړي.

ده وويل:"د زابل شینکۍ ولسوالۍ کې هوايي بریدونو کې ۳۰ وسله وال برید کونکې وژل شوي دي."

پر همدې مهال د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال نجیب الله سرتیر هم امریکا غږ ته وويل چې نن سهار وختي لس ګونو وسله والو طالبانو ډیورنډ کرښې ته نژدې د شینکۍ ولسوالۍ د سقوط په هدف برید کړی و.

ده وويل چې د ولسوالۍ مرکز ته نژدې د وسله والو پر لویه ډله باندي هوايي بریدونه وشول چې تر ۷۰ زیاتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

سرتېر زیاته کړه، چې د شینکۍ ولسوالۍ د مرکز د امنیت لپاره افغان ګډو ځواکونو خپل تدابیر زیات کړي او لاهم د وسله والو ګڼ شمېر جسدونه په سیمه کې پراته دي.

د افغانستان دفاع وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په دغه برید کې د زابل لپاره د طالبانو نظامي مسؤل مولوي بریالی هم له ۳۱ ملګرو سره وژل شوی دی.

خو د زابل یوې امنیتي سرچینې بیا امریکا غږ ته وويل چې وسله والو برید کونکو لومړی د شینکۍ په ګاونډ شل کیلو مترۍ کې د نوبهار ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د پوځ پر دو مرکزونو بریدونه کړي وه چې د پوځ ۸ تنه سرتیري پکښې وژل شوي.

شینکۍ ولسوالي د زابل ولایت د مرکز کلات په جنوب سل کیلو مترۍ کې د ډیورنډ کرښې ته نژدې پرته ده چې په تېر کې د دې ولایت له نسبتاً امن سیمو څخه بلل کیده.

خپله وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG