د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت- کندز کې د طالبانو پر غونډې برید کې ۳۱ تنه وژل شوي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي‌ چې په کندز کې یې د نورو طالبانو په ګډون د دغې ډلې څلور قومندانان هم وژل شوي
د افغانستان د دفاع وزارت وايي‌ چې په کندز کې یې د نورو طالبانو په ګډون د دغې ډلې څلور قومندانان هم وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر یوې غونډې برید کړی دی.

دفاع وزارت نن جمعه اګست۲۸مه(وږې۷مه) ویلي چې یادو وسله والو پر امنیتي پوستو د برید پلانونو په حال کې و چې د افغان ځواکونو لخوا ورباندې برید وشو.

د افغانستان دفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي چې د افغان ځواکونو د برید په ترڅ کې د څلورو قوماندانو په ګډون ۳۱ سله وال طالبان وژل شوي او شااوخوا ۲۴ نور ټپيان شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي: "په دغه برید کې د ۳۱ طالبانو په ګډون د عبدالله مشهور په هجران، خیرالله مشهور په قاري احمد، جعفر او قاري حفیظ په نومونو څلور طالب قوماندان وژل شوي دي."

وسله والو طالبانو که څه هم تر دا مهاله د کندز د برید په اړه تبصره نه ده کړې، خو په بل شمالي ولایت کې پر افغان ځواکونو د سړک غاړې ماین چاودنو ادعاوې کړي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې وسله والو یې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په الوان سیمه کې د افغان ځواکونو پر امنیتي قطار ماین چاودنې کړي دي.

هغه په دغو چاودنو کې د یو شمېر امنیتي سرتیرو د وژلو ادعا کړې ده.

تر دا مهاله د بغلان چارواکو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG