د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو د بګرام پوځي اډې شپږ افغان کار کوونکي وژلي


بګرام پوځي اډې ته نژدې د ملي اردو سرتیري
بګرام پوځي اډې ته نژدې د ملي اردو سرتیري

د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د بګرام پوځي اډې پر افغان کار کوونکو برید کې ۶ تنه وژل شوي درې نور ټپيان شوي دي.

دپروان ولایت ویاندې وحیده شهکار نن جمعه اپرېل۱۷ (وري۲۹) امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه ۹:۴۰ دقیقې رامنځته شوې ده.

اغلې شهکار زیاته کړه د بګرام پوځي اډې افغان کار کوونکي کور ته پر لارو چې د موټر سایکل سپرو کسانو لخواو ورباندې برید شوی دی.

شهکار وویل: "یاد کسان د بګرام پوځې اډې خدماتي کار کوونکي و، دوی له بګرام پوځي اډې څخه راوتلي و، کورنو ته پر لار د بګرام پوځې اډې په مربوطاتو کې ورباندې برید شوی دی."

د پروان چارواکي که څه هم یاد برید په طالبانو پوري اړوند کسانو کار بولي، خو طالبانو بیا ویلي چې په دغه برید کې دوی لاس نه لري.

بلې کومې ډلې هم تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

بګرام په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه ده چې تر دې مخکې هم ورباندې بریدونه شوي دي.

روانه میاشت پر یادې پوځې اډې توغندیز بریدونه وشول چې مسؤلیت یې داعش وسله والې ډلې په غاړه واخیست.

XS
SM
MD
LG