د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په تیرو درې اونیو کې ۶۰ ملکیان وژلي ـ کورنیو چارو وزارت


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو طالبانو د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په لومړیو ۲۲ ورځو کې ۶۰ ملکي وګړي وژلي او ۱۶۴ نور يې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن سې شنبه اپرېل ۱۳(وري ۲۴) امریکا غږ ته وویل چې دغه ملکي وګړي د طالبانو د ماینونو په چاودنو او بریدونو کې مړه او ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې ددغو پیښو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل چې د دوی د معلوماتو په اساس نسبت د تیر کال همدې مودې ته اوس مهال د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

ښاغلي ارین زیاته کړه: "دا یو لوی جنایت دی او دا ښيي چې طالبانو نسبت تیر کال ته تاوتریخوالی زیات کړی دی."

هغه وویل چې طالبانو په افغانستان کې له نړیوالو ځواکونو سره د اوربند په پلې کولو سره د «ملکي وګړو وژلو» ته دوام ورکړی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د روژې میاشتې په مناسبت له طالبانو څخه په هیواد کې د جګړې بندېدو غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا تیره ورځ د مسلمانانو دیني علماو نړیوالې ټولنې له ښکېلو اړخونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې جګړه بس او د وینې تویېدل بند کړي.

دغه ټولنه چې مرکز یې په قطر کې دی له افغان حکومت او طالبانو څخه هم وغوښتل چې د تلپاتې او عادلانه سولې ټینګېدو لپاره هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG