د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب کې ماین چاودنې ۷ افغان پولیس وژلي ـ چارواکي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په المار ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې اووه افغان پولیس وژلي دي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش نن سې شنبه فبروري ۱۶(سلواغې ۲۸) امریکا غږ ته وویل چې دغه چاودنه تیره ورځ ناوخته د المار ولسوالۍ په بازار کې د پولیسو پر موټر شوې ده.

هغه زیاته کړه: "پرون درې بجې یو اکمالاتي کاروان له میمنې څخه د المار ولسوالۍ خواته په حرکت کې و چې د پولیسو یو هاموي ټانک د المار ولسوالۍ په بازار کې د طالبانو لخوا پر ځای پر ځای شوي ماین برابر شوی، په نتیجه کې زموږ اووه امنیتي ځواکونه وژل شوي او هاموي ټانک هم تخریب شوی دی."

نوموړي زیاته کړه چې تر چاودنې وروسته نښته هم رامنځته شوې چې په وینا یې تر یو ساعت پورې دوام درلود.

د فاریاب د پولیسو د ویاند په وینا په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې یاد نه کړ.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار میوند ولسوالۍ کې عملیات

د یو بل خبر له مخې د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې لسګونه کلي له وسله والو طالبانو څخه پاک کړي دي.

دفاع وزارت زیاتوي چې د یادو تصفیوي عملیاتو پرمهال یو شمېر چاودېدونکي مواد هم د افغان ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

طالبانو د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د عملیاتو په اړه هم تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG