د لاس رسي وړ اتصالات

په درې شمالي ولایتونو کې د افغان سرتیرو او طالبانو تازه نښتې


د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، په بلخ، فاریاب او سرپل ولایتونو کې له افغان ځواکونو سره نښته کې ۷۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغه قول اردو نن جمعه جولای ۱۷(چنګاښ۲۷) په یوې خبر پاڼه کې ویلي چې یاد وسله وال طالبان په تیره یوه شپه او ورځ کې په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې وژل شوي دي.

د شاهین قول اردو په وینا په دغه نښتو کې ۳۲ نور وسله وال طالبان ټپیان شوي دي، په خبرپاڼه کې راغلي چې په وژل شوو کسانو د طالبانو څلور کلیدي کسان هم شامل دي.

د یاد قول اردو د معلوماتو په اساس افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو یو ګمرکي چیک پاینټ او همدارنګه د دغه ډلې د راټولېدو پنځه ځایونه او څلور قرارګاوې له منځه وړي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په اعلامیه کې راغلي چې په یادو نښتو کې د وسله والو طالبانو څه کم ۱۵ عرادې موټر هم له منځه تللي او یو شمېر سپکې او درندې وسلې هم د امنیتي سرتیرو لاسته لوېدلي دي.

یاد قول اردو په دغو نښتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي یلي.

لوګر ولایت کې پر امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه

حکومتي چارواکي وايي، تېره شپه د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې يو شمېر حکومتي او حکومت پلوه سرتېري وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د لوګر د ولايتي شورا رئيس عبدالحسيب ستانکزي امريکاغږ ته وويل چې دغه بريد د يادې ولسوالۍ د احمدزيو کلا سيمې د سيمه ييزو پوليسو او ولسي پاڅونوالو پر مشترکې امنيتي پوستې شوی دی.

هغه زياته کړه چې د ده د معلوماتو له مخې په ياد بريد کې پنځه تنه سرتېري وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې د لوګر يوې امنيتي سرچينې د نوم نه خپرېدو په شرط امريکاغږ ته وويل چې د وسله والو طالبانو په دغه بريد کې پنځه سيمه ييز پوليس، درې محلي پوليس او يو د ملي امنيت سرتېری وژل شوي چې مجموعاً نهه تنه کيږي.

سرچينې د ټپيانو په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې په بريد کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې مګر کره شمېر يې په ګوته نه کړ.

د سيمې اوسېدونکو ويلي، چې طالبانو د سپکو وسلو ترڅنګ درنې وسلې هم وکارولې.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه کوم څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG