د لاس رسي وړ اتصالات

د ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې ۸۰ تنه یې ازاد شول ـ ملي امنیت شورا


تازه ازاد شوي طالب بندیان
تازه ازاد شوي طالب بندیان

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې ۸۰ تنه یې تېره ورځ د څرخي پله زندان څخه ازاد شول.

امنیت شورا د جمعې په ورځ اګست۱۴مه(زمري۲۴مه) په یوې اعلامیې کې ویلي: "دا کسان د هغه ۴۰۰ کسیز لېست برخه دي چې ازادي یې مشورتي لویې جرګې تائید کړي او حکومت ته یې په دې اړه د اقداماتو صلاحیت سپارلی و، څو د سولې تلاشونه چټک، مخامخ خبرې ژر تر ژره پيل او یو دایمي او سرتاسري اوربند قایم شي."

امنیت شورا زیاتوي چې ازاد شوو طالب بندیانو ژمنه کړې چې بیا به د جګړې لیکو ته نه ځي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا همدارنګه زیاته کړې چې سولې ته د رسېدو لپاره باید نور اړخونه هم د وخت د ضایع کېدو مخه ونیسي او د خپلو توافقاتو او مسؤلیتونو سره سم عمل وکړي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله د افغان حکومت لخوا د خپلو تازه ازاد شوو بندیانو په اړه تبصره نه ده کړې.

۴۰۰ طالب بندیان چې ویل کیږي په حق العبدي مسائلو تورن دي، ولسمشر غني یې د برخلیک روښانه کولو په اړه یې د تېرې جمعې په ورځ مشورتي لویه جرګه رابللې وه.

د سولې مشورتي لویې جرګې تر درې ورځنیو بحثونو وروسته د یادو ۴۰۰ طالبانو ازادول تائید کړل.

ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې تر وړاندیز وروسته د تیرې دوشنبې په ورځ (زمري ۲۰مه) د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادولو فرمان لاسلیک کړ.

وسله والو طالبانو ادعا کړې وه چې د څرخي پله له زندان څخه د دوی د ۴۰۰ بندیانو د خلاصون بهیر "د جدي امنیتي خطر" سره مخامخ دی.

طالبانو ویلي چې داعش ډله د افغانستان د ځینو استخباراتي مامورینو په مرسته د بندیانو د انتقال پر نقلیه وسایطو د برید پلان لري، خو د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند د طالبانو دغه ادعا "بې ځایه او بې بنسټه" ګڼلې ده.

XS
SM
MD
LG