د لاس رسي وړ اتصالات

تېر ۲۴ ساعتونه، ۱۲ ولایتونو کې د کرونا ۹۵ پېښې ثبت شوي


تر دا مهاله په افغانستان کې له کرونا نه ۴۳ تنه مړه شوي
تر دا مهاله په افغانستان کې له کرونا نه ۴۳ تنه مړه شوي

د افغانستان د روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ۱۲ولایتونو د د کرونا ویروس د ۹۵ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

روغتیا وزارت د جمعې په ورځ اپرېل۲۴(غويي۵) ویلي چې د یادو تازه پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې د کووید ـ۱۹ پېښو شمېر ۱۳۳۰ ته ورسېد.

د یادو تازه پېښو څخه ۵۳ په کندهار، ۱۱ کابل، ۵ تخار، ۵ پنجشیر، ۵ ننګرهار، ۳ هرات، ۲ فراه، ۲ غزني او یوه ـ یوه هم په لغمان، نیمروز، پروان او دایکندي ولایتونو کې ثبت شوې ده.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۷ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۳۳۹ مشکوکې نمونې معاینات شوي چې ۹۵ یې مثبتې ثابتي شوي دي.

دغه وزارت همدارنګه ویلي تر دامهاله ۴۳ تنه له کرونا ویروس څخه مړه شوي او ۱۸۸ نور بیرته روغ شوي دي.

کرونا ویروس او مهال د افغانستان ۳۳ ولایتونو ته غځېدلی او یوازې نورستان ولایت دی چې د کرونا ویروس مثبته پېښه نه لري.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو.

د امریکامتحده ایالاتو د جانس هاپکس پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن جمعې اپرېل۲۴(غويي۵) کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې له ۱۹۰زو څخه زیات کسان مړه کړي او تر دوو میلیونو زیات نور کسان پر اخته دي.

دغه ویروس اوس مهال د نړۍ په ۱۸۵ هیوادونو کې خپور شوی دی..

XS
SM
MD
LG