د لاس رسي وړ اتصالات

د سريلانکا په کلیساو او هوټلونو کې چاودنو څه باندې ۲٩۰ تنه وژلي


د سري لانکا په دری کلیساو او هوټلونو کې د چاودنو له امله څه باندې ۲٩۰ تنو د وژل کېدو او څه باندې ٥۰۰ نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د سریلانکا پولیسو او روغتیایي چارواکو ویلي چې په دریو کلیساو او درې هوټلونو کې پرله پسې چاودنو کې شاوخوا ٢٩٠ کسان وژل شوي او شاوخوا ٥٠٠ کسان ټپیان شوي دي.

د یکشنبې په ورځ (اپریل ٢١) په سریلانکا کې د مسیحي اختر "ایستر" د مراسمو په ترڅ کې اته پرله پسې چاودنې وشوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې د سریلانکا په بریدونو کې څو تنه امریکایان هم وژل شوي دي. ښاغلي پمیو د امریکایي قربانیانو دقیقه شمیر ونه ښودله خو وویل چې د امریکا سفارت هڅه کوي د امریکایانو سره چې ددې پیښې په وجه اغیزمن شوي مرسته وکړي.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې ددغو بریدونو مسولیت ندی منلی. د سریلانکا د دفاع وزیر ویلي چې ددغو اتو حملو اکثر یې ځانمرگي بریدونه دي.

ددې بریدونو وروسته په سریلانکا کې د شپې پر گرځیدو باندې بندیز لگول شوی دی. تر دا مهاله د دغه چاودنو مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

غبرگونونه

د سريلانکا صدراعظم رانیل ویکرمسینګ ددغو چاودنو وروسته د کابینې بېړنۍ غونډه رابللې او پر خپل ټوېټر یې دغه بریدونه په کلکه غندلي دي.

د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فراسیس د واتیکان په سنت پترز کې په لسگونو زرو خلکو ته چې د ایستر (مسیحي اختر) د لمانځنې لپاره راټول شوي وو د سریلانکا بریدونه ظالمانه وگڼل او وویل چې ددې پیښې قربانیانو ته دعا کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ دغه برید "تروریستي" گڼلی دی. ښاغلي ټرمپ له برید لږه شېبه ورسته په خپل ټویټر لیکلي " د امریکا متحده ایالات د سریلانکا له ولس ته د زړه له کومې تسلیت وایي، مونږ مرستو ته تیار یو".

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم دغه پېښې په کلکه غندلي دي او د دغه هېواد له خلکو او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. ښاغلي غني ویلي چې پر کلیساو او هوټلونو بریدونه او د عبادت ځایونو په نښه کول یو وحشانه عمل دی او افغانستان یې په سخته غندي.

د جرمني صدراعظمې انگیلا مرکل د سریلانکا جمهور رئیس ته په یو لیک کې لیکلي "دا بوږنونکې ده هغوی چې د ایستر (مسیحي اختر) د لمانځنې لپاره راټول شوي وو د یو داسې عمدي شریر برید هدف شول".

د اسپانیا صدراعظم پدرو سانچس په پخل ټویټر لیکلي چې "ترور او وحشیگري به هیڅکله مونږ مات نکړي".

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان په خپل ټویټر لیکلي "زه په سریلانکا کې د ایستر تروریستي برید سختو ممکنو الفاظو غندم. دا په ټول بشریت برید دی".

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د سریلانکا له ولس او حکومت سره د همدردۍ په څرگندولو دغه برید سخت غندلی دی. ښاغلي ظریف په یو ټویټري پیغام کې لیکلي دي چې تروریزم "نړیوال گواښ" دی او په نړیواله سویه باید وغندل شي او په وړاندې یې مبارزه وشي.

د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه برید محکوم کړی او د "نړیوالې سولې او امنیت" د تامین لپاره یې د نړیوالې ټولنې غوښتي چې "د تروریزم د افت د ریښو د ایستلو لپاره" متحد شي.

د لبنان صدراعظم سعد حریري په ټویټري پیغام کې دغه بریدونه "ړوند تروریزم" گڼلی او د بیگناه قربانیانو" لپاره یې دعا کړې او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې ده.

د نیوزیلانډ صدراعظمې جسیندا اردرن په یوه اعلامیه کې دغه برید محکوم کړی او ویلي یې دي "هر ډول سخت دریځي ردوي او د مذهب د آزادۍ او په امنه فضا کې د عبادت د حق لپاره دریږي".

میرمن اردرن په خپل هیواد کې د مارچ په ١٥ پر دوو جگماتونو باندې بریدونو ته په اشارې ویلي دي چې هغو بریدونو د ترهگرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د نیوزیلانډ اراده نوره هم قوي کړې ده.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، ددغو بریدونو د غندلو په ترڅ کې هغه "ظالمانه او له بدبینۍ ډک" گڼلي دي. ښاغلي پوتین د یو پیغام په خپرولو سره ویلي چې مسکو "د نړیوال تروریزم پر وړاندې په جگړه کې د سریلانکا باوري شریک" پاته کیږي.

د معلوماتو له‌مخې سريلانکا ۲۲ میلیونه نفوس لري چې ۷۰سلنه یې بودايي مذهبه، ۱۲، ۲ سلنه یې هندوان، ۹،۷ سلنه یې مسلمانان او ۷،۶ سلنه یې عیسویان دي.

XS
SM
MD
LG