د لاس رسي وړ اتصالات

د ګردېز نشه یان: حکومت دې د نشه يي توکو د خرڅلاو مخه ونیسي


د ګردېز نشه یان: حکومت دې د نشه يي توکو د خرڅلاو مخه ونیسي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

په نشه يي توکو دا معتاد هر سهار د ګردېز بالاحصار دې سمڅو ته راځي او له نورو روږدو سره يو ځای نشه يي مواد څکوي. څه باندې دېرش کاله کيږي چې اعتياد ته يې مخه کړې ده.

عبدالله اشنا تلويزيون ته وويل، چې نشه يي توکي په څرګندو ځايونو کې خرڅيږي او په اسانۍ سره د هر معتاد د لاسرسي وړ دي.

عبدالله وويل: ”له کابل نه يې يو عملي راوړي او بيا يې دلته پر موږ خرڅوي. بيا لاړ شي بيا يې راوړي. په کومو ځايونو کې چې خرڅيږي هغه ټول ځايونه حکومت ته معلوم دي.‟

په مخدره موادو دغه روږدي وايي، که حکومت د نشه يي موادو د خرڅلاو مرکزونه له منځه يوسي، نه يواځې دوی به ترې لاس واخلي، بلکې نورو ځوانانو ته هم د اعتياد زمينه نه مساعديږي.

یو بل روږدی لايق وايي: ”همدغه ګردېز کې خرڅيږي. ساقيان يې راوړي او همدلته يې خرڅوي. ټول حکومت ته معلوم دي چې پلانی او پلانی يې خرڅوي. موږ ته راشي په موږ هسې ظلم کوي‟.

په ورته وخت کې د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال دادالله هوتک دا نه مني چې ګني نشه يي توکي په دوکانونو کې خرڅيږي. هغه وويل پوليس ددغو موادو پرضد قاطع مبارزه پرمخ وړي.

د پکتيا امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر زياتوي: ”موږ دا ادعا نه منو او که چېرې چا ته معلوم وي، زموږ پوليس همېشه د خلکو په خدمت کې دي، موږ ته دې وښيي، پوليس به اجراات پرې وکړي او کسان به ونيسي.‟

پکتيا کې د کوکنارو کر نشته خو په ځينو ولسواليو کې يې د چرسو کرکيله عامه ده. د خلکو اندېښنه دا ده چې نشه يي موادو ته د لاسرسي له کبله د روږدو کسانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG