د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د راډیوګانو ځیني سټیشنونه د اقتصادي ستونزو له وجې تړل شوي


یو شمیر راډیوګانې د اقتصادي ستونزو له وجې بندې شویدي.
یو شمیر راډیوګانې د اقتصادي ستونزو له وجې بندې شویدي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت شمیرې ښيي، چې د ۲۲۰ راډيوګانو د فعالیت جواز په دغه وزارت کې ثبت شوي دي، چې ۳۴ یې په کابل او پاتې په ولایتونو کې فعالیت لري.

د دغه وزارت ویاند صابر مومند امریکا غږ ته وویل چې د دغو راډيوګانو له شمیرې ځینو یې د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیتونه بند کړیدي.

"رسمي شمیرې زموږ د ډیټابیس دا ښيي، چې دوو راډیوګانو په رسمي توګه خپل جوازونه ملغا کړي، خو ممکن غیر رسمي شمیرې زیاتې وي او لسګونو ته ورسیږي...زه دا هم منم چې خبریالان په ځانګړي ډول راډیوګانې په محلاتو کې ستونزې لري".

خو د افغانستان له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نی سروې چې د ۲۰۱۸ عیسوي کال په پای کې شوې ښيي، چې په افغانستان کې د راډيوګانو شمیر مخ په کمیدو دی.

د نی اجرايي رئیس عبدالمجیب خلوتګر امریکا غږ ته وویل "په افغانستان کې ۱۹۴ فعالې راډیوګانې شته اود زیاتو فعالو راډيوګانو وروستی شمیر په ۱۳۹۳ کال کې وو، چې شاوخوا ۲۵۰ فعالې راډیوګانې موږ په افغانستان کې درلودې، له ۹۳ کال راپدېخوا موږ د شاوخوا ۶۰ راډیوګانو د تړل کیدو شاهدان وو".

په وروستیو کلونو کې راډیوګانو د زیاتو ستونزو سره سره، بیا هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی. د مالي سرچینو نشتوالی، ناامنۍ، د مسلکي او ښځینه خبریالانو کموالی په افغانستان کې د راډيوګانو د فعالیت په وړاندې عمده ستونزې ګڼل کیږي.

په نوروستان کې د ایلینا په نوم د یوې سیمه‌ییزې راډيو مشر صاحبداد همدرد امریکا غږ – آشنا ته وویل "تر ټولو لومړی چې دی هغه امنیت دی، زموږ غوښتنه هم دا ده چې د رسنیو امنیت باید ونیول شي، بیا نو د رسنیو اقتصادي ستونزې، د دوی کاري ستونزې یا هم نورې ستونزې چې رسنۍ یې لري، دا ستونزې بیا کیدلی شي چې په وقت سره رسنۍ په ورو ورو په پښو ودریږي او خپلې ستونزې راکمې کړي".

ښاغلي همدرد په یو شمیر راډیوګانو وروستیو وسله‌والو بریدونو ته په اشارې وویل، که د راډیوګانو امنیت خوندي نه شي، نو زیات شمیر رسنۍ به د ناامنیو له امله خپل فعالیتونه بند کړي.

په پکتیکا ولایت کې د پښتون غږ راډیو خبریال علي محمد نظري بیا اقتصادي ستونزې په دغه ولایت کې د راډیوګانو د فعالیت په وړاندې لویه ننګونه ګڼي.

دی وايي "راډیو دومره عواید نه لري، چې خپلو ټولو کارمندانو ته دې په کافي اندازه معاش ورکړي، په وروستیو کې مادي سرچینې هغه چې پخوا به ورته اعلانات راتلل یا ځینو موسسو، ځینو بنسټونو به راډیوګانې حمایه کولې اوس هغه بیخي کمې شوي یا نشته او په همدې اساس ورځ تر بلې د راډیوګانو خپرونې د ځوړ په حالت کې دي".

د سیمه‌ییزو راډيوګانو مسولین له حکومت څخه غواړي، چې د راډیوګانو له لارې لرو پرتو سیمو ته د اطلاع رسونې د دوام لپاره دې له دوی سره همکاري وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات ویاند صابر مومند وویل، چې دغه وزارت د خپل قانوني صلاحیت په چوکاټ کې له راډیوګانو سره همکاري کړې ده.

هغه زیاته کړه "حکومت یواځې د دوی مالیاتي جرایم معاف کړل، هغه مالیه چې ورباندې راغلې وه هغه یې په قسطوار شکل باندې حتی تر اتو کلونو پورې باید دوی مالیه ورکړي او د دوی د جوازونو د تمدید مسله هم په کې راتلی شي".

ښاغلي مومند وویل، حکومت د قانون له مخې نشي کولی چې په مستقیم ډول له آزادو رسنیو څخه مالي ملاتړ وکړي، ځکه چې د هغه پر وینا که داسې وکړي نو د بیان آزادي او د رسنیو خپلواکي تر پوښتنې لاندې راځي.

خو له دې ټولو سره لا هم راډيو د یوې ارزانې او په آسانه د لاسري وړ رسنۍ په توګه په افغانستان کې زیات اوریدونکي لري او نه یوازې په کلیو او بانډو کې بلکې په لویو ښارونو کې هم افغانان د کار، موټر چلولو او نورو بوختیاو پر مهال راډیو اوري.

له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداری خبرداری ورکوي، که چیرې راډيوګانې په دودیز ډول خپلو نشراتو ته دوام ورکړي او د وخت له غوښتنو سره سم په کې بدلون رانوړي، په اوږدمهال کې به ټولنیزې شبکې د راډیوګانو ځای ونیسي.

XS
SM
MD
LG