د لاس رسي وړ اتصالات

کشمیري ځوانان دې کتاب واخلي نه ټوپک - مودي


نریندرا مودي په کشمیر کې محصلینو ته د وینا پر وخت
نریندرا مودي په کشمیر کې محصلینو ته د وینا پر وخت

د هند صدراعظم نرندرا مودي تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې کشمیر ته ولاړ.

ښاغلي مودي د یکشنبې په ورځ (فبرورۍ ٣) کشمیر ته د یو ورځني سفر په ترڅ کې د هند پدغه مسلمان میشته سیمه کې د زده کړو پر ښه والي په ټینگار سره څو پرمختیایي پروژې پرانستلې او په کشمیر کې یې د طبي علومو د دوو انستیتوتونو د بنسټ ډبرې کښیښودلې.

کشمیر ته د ښاغلي مودي د سفر پر وخت ټول دکانونه او سوداگرۍ تړلې وې او په زرگونو پولیسو او کماندو ددغو دوو سیمو امنیت نیولی و.د ورځې په اوږدو کې لارې کوڅې بندې وې، تلیفوني او انټرنیټي اړیکې بندې شوې وې.

دغې سیمې ته د ښاغلي مودي له راتگ یوه ورځ مخکې هندي امنیتي مسؤلینو په لسگونو فعالین ونیول او د کشمیر جلا غوښتونکی مشر یې په خپل کور کې نظربند کړ چې د احتمالي مظاهرو او اعتراضونو مخه ونیسي.

ښاغلي مودي په سرینگ کې په وینا کې وویل "په ټول زور د ترهگرۍ پر ضد مبارزه کوو. د هغوی (ترهگرو) ملا به ماته کړو".

د هند حکومت کشمیري جلا غوښتونکو ته چې د هندي مقاماتو په وینا د پاکستان له لورې یې ملاتړ کیږي د ترهگرو نوم کاروي.

په ١٩۴٧ کې د هند او پاکستان د جدایی راهیسې دغه دواړه هیوادونه سره د کشمیر په سر زړه لانجه لري. دې دواړو هیوادونو درې وارې جنگ کړی دی او اوږده دښمني لري.

پاکستان د هند ادعاوی تل رد کړي او د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یې هندي پوځ د مسلمانانو پر ضد په تاوتریخوالي تورن کړی دی.

XS
SM
MD
LG