د لرغوني مصر یوه ډیره پخوانۍ خزانه او یو ډبرین تابوت چې لرغونتوب یې څه دپاسه ۳۰۰۰ کالو ته رسیږي د قاهرې ښار ته نژدې د سقاره د تاریخي اثارو په ساحه کې کشف شو.
مشهور مصري لرغون پیژندونکي زاهی حواس، د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۱۷ (مرغومي ۲۸) وویل چې دغه نوي کشفیات "تاریخ بیا لیکي."
سقاره د ممفیس (د لرغوني مصر پایتخت) ستره هدیره ده چې د لسو هرمونو او لرغونو اثارو په ګډون د څو لرغونو ودانیو په لرلو سره د یونسکو د فرهنګي میراثونو له ډلې څخه حسابیږي.
هغه ډله چې ښاغلی حواس یې مشري کوي دغه نوې خزانه د مصر د لومړي فرعون تتي هرم ته نژدې موندلې ده. ددغې خزانې نه څه دپاسه ۵۰ لرغوني اثار چې تاریخ یې له میلاد دمخه ۱۱ پیړۍ ته رسیږي راکښل شوي دي.
ښاغلي حواس د فرانس پرس اژانس ته وویل: "دغه موندنې د سقاره تاریخ، په ځانګړې توګه د مصر د فرعونانو نوی سلطنت چې ۳۰۰۰ کاله پخوا پیل شوی و، بیا له سره لیکي."
دغه مصري لرغون پیژندونکی همداشان فرعونانو د وخت د یو ډبرین تابوت، څو کتیبو، نقابونو، د لرګیو بیړیو او د لرغوني مصر د نارینو د لوبو د سامانونو د موندلو خبر ورکړی دی.
زاهي حواس وویل: "دا یوه بیساری او نوې موندنه ده، ځکه دمخه مو چې د لرغوني مصر د نوي سلطنت څومره اثار موندلي وو اکثر یې له میلاد دمخه ۵۰۰ کالو ته رسیدل."
پداسې حال کې چې لا هم کیندنې روانې دي ددغې ساحې نه یو شمیر ترلاسه شوي اثار د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۱۷ رسنیو ته وښودل شول.
د مصر د ګرځندوی وزارت د شنبې په ورځ په سقاره کې د نویو موندنو خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې پدغه ساحه کې "د تتي د ماندینې ملکې نیریټ ارامګاه" هم کشف شوې ده.
ټاکل شوي چې مصري مقامات د روان کال تر پایه د څو کلن ځنډ وروسته په جیزه ساحه کې چې د مصر مشهور هرام په کې پروت دی، یو بل نوی موزیم پرانځي.