د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي د لوی اختر لپاره یې کلک امنیتي تدابیر نیولي


د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي د لوی اختر په مناسبت یې په ټول هیواد کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د پنجشنبې په ورځ جولای اوومه (چنګاښ ۱۶) خبریالانو ته په ليږلي ویډیويي پیغام کې ویلي د دې لپاره چې خلک د اختر ورځې او شپې په خوښۍ تیري کړي امنیتي ځواکونه به یې د امنیت په تامین کې پوره هڅې وکړي.

نوموړي زیاته کړې:"د کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونه د خپلو هیوادوالو د خوندي ساتلو لپاره هر وخت اماده او چمتو دي.او د دې لپاره چې هیوادوال داختر شېبې په لاخوښۍ تیري کړي زموږ بیدار او زړه ور ځواکونه به شپه او ورځ د امنیت په ټینګښت کې کوښښ وکړي."

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له خلکو څخه غوښتي چې د شکمنو تحرکاتو په لیدلو له طالب سرتیرو ته خبر ورکړي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت ستره محکمه وايي، راتلونکې جمعه د چنګاښ میاشتې ۱۷مه د عرفات ورځ او شنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

سترې محکمې د اختر په لومړیو درې وځو شنبه، یکشنبه، او دوشنبه د اختر په مناسبت په ټول هیواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

XS
SM
MD
LG