د لاس رسي وړ اتصالات

میدان وردک ولایت کې د اتو ملکي وګړو د وژل کیدو ادعا شوې


په افغانستان کې د هوا په ګرمیدو د ښکیلو خواو ترمنځ په جګړو کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم زیاتوالی راغلی دی.
په افغانستان کې د هوا په ګرمیدو د ښکیلو خواو ترمنځ په جګړو کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم زیاتوالی راغلی دی.

د میدان وردک ولایت د نرخ د ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو ادعا کړې، چې تیره شپه ( وري ۳۰ مه) په یو هوايي برید کې د دغې ولسوالۍ د " صد مردي" په کلي کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دغې سیمې سلګونو اوسیدونکو نن سهار د تیرې شپې په بمبارۍ کې د وژل شوو ملکي وګړو مړي د اعتراض په ډول د نرخ ولسوالۍ مرکز ته انتقال کړي وو.

اعتراض کوونکو له افغان حکومت څخه په کلکه وغوښتل، چې په جګړه کې دې د ملکي وګړو ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

د " صدمردي" د کلي یو اوسیدونکي حاجي جمعه خان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د تیرې شپې په بمبارۍ کې په دوه کورونو کې اته تنه وژل شوي دي.

ښاغلي جمعه خان وویل " مونږ د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د تیرې شپې په بمبارۍ کې د وژل شوو ملکیانو مړي ولسوالۍ مرکز ته وړي وو".

د میدان وردک د ولایتي شورا یو غړي شریف الله هوتک وویل، چې سلګونو اعتراض کوونکو د یو لاریون په ترڅ کې د نرخ ولسوالۍ مخ ته په غونډه کې له افغان حکومت څخه د ملکي وګړو ژوند ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

خو د میدان وردک ولایتي چارواکي وایي، تراوسه یې د نرخ په ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د تلفاتو په هکله دقیق معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د میدان وردک ولایت د والي ویاند محب الله شریفزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دغه ولسوالۍ کې عملیات شوي، چې په پایله کې يې څلور طالب وسله وال وژل شوي دي.

ښاغلي شریفزي وویل " د ملا حبیب الله د ډلې څلور طالب وسله وال وژل شوي او هم د مهماتو یوه ذخیره د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې ده، خو زمونږ کشفي ادارو تراوسه په دې عملیاتو کې ملکي وګړو ته د سر د زیان د اوړیدو په هکله راپور نه دی راکړی".

د میدان وردک امنیه قومندان جنرال ویس صمیمي امریکا غږ اشنا ته وویل، چې ملکي وګړو ته د ممکنه اوړیدلې مرګ ژوبلې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي، چې پایلې به یې ژر له رسنیو سره شریکې شي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ادعا کړې، چې تیره شپه د نرخ په ولسوالۍ کې په عملیاتو کې اته ملکي وګړي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG