د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه کې د موټر بم په چاودنو کې ۸ تنه وژل شوي


آرشیف
آرشیف

د سوریې د بشري حقونو څار اداره وایي د دې هیواد په شمال کې د موټر بم په دوو جلا چاودنو کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي چې درې یې ماشومان دي.

یوه چاودنه چې د ترکیې پولې سره نږدې د موټر جوړولو په یو دکان کې وشوه، پنځه عام خلک پکې ووژل شول چې درې یې ماشومان وو. په برید کې لس تنه ټپي شوي هم دي.

دا سیمه د هغو ملیشو په لاس کې ده چې ترکیه یې ملاتړ کوي.

د بشري حقونو دا اداره، چې په سوریه کې د جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره ډیرې شبکې لري وایي چې، بله چاودنه د منبیج په ښار کې یو موټر کې شوې چې د سوریې دموکراتیک ځواکونو په نامه کردي ملیشې پکې سپاره وو او درې تنه یې وژل شویدي.
دا سیمه پخوا د اسلامي دولت یا داعش ډلې یو قوي مرکز و خو اوس یې کنټرول د SDF په نامه کردي ځواکونو سره دی چې امریکایي ځواکونه یې ملاتړ کوي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې چاودنو د کولو ادعاوې ندي کړي.

سره لدې چې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو په ملاتړ په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ډله په ۲۰۱۹ کال کې له منځه ولاړه خو لا هم د دې ډلې پورې اړوند وسله وال په غرونو او دښتو کې پټ دي او وخت ناوخته د دواړو هیوادونو په امنیتي ځواکونو او عامو خلکو بریدونه کوي.

دا چاودنې داسې مهال کیږي چې د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني وایي د امریکا یوې MQ-9 ډرون بې پیلوټه الوتکې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) یو مشر وژلی.

د سینټ کام، قوماندان جنرال مایکل کوریلا وویل: "دا مو روښانه کړې چې مونږ په ټوله سیمه کې د داعش ماتې ته ژمن یو."هغه زیاته کړه، "داعش نه یوازې د سیمې لپاره بلکې له هغې بهر هم یو ګواښ دی."

متحده ایالات په سوریه کې شاوخوا ۱۰۰۰سرتیري لري چې د داعش جهادیانو سره د مبارزې لپاره د نړیوالو هڅو د یوې برخې په توګه ځای پر ځای شوي دي. داعش ډله په ۲۰۱۹ کې په سوریه کې ماته شوه، خو بیا هم په لیرو پرتو صحرایي سیمو کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه پرله پسې بریدونه ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG