د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا قومي مشرانو د انکشافي پروژو غوښتنه وکړه


د پکتيکا د نهو ولسواليو دغو ولسي مشرانو په ياده غونډه کې پر ولايتي ادارې او مرکزي دولت غږ وکړ، چې د پوهنې، بيارغونې، روغتیا او ځينو نورو برخو کې شته ستونزې د هواري لپاره وڅېړي.

د دوی په وينا که څه هم په سيمو کې يې څه اندازه کار شوی، خو زياتوي، چې اړتياوې نشي رفع کولی. دوی د خپلو سيمو د خلکو د ژوندانه د بهبود لپاره د بيارغونې د انکشافي پروژو پر تطبيق ټينګار لري.

قومي مشر ملا منان: ”که چېرې ممکنه وي، هر رياست خپل صلاحيتونه او مسووليتونه د ولسوالانو په لاس له ولسونو سره شريک کړي، نو هغو به پردې پوی شي، چې څه کولی شي. ولس به هم خپلې اړتياوې له اړونده رياستو سره شريکې کړي‟.

پکتيکا د افغانستان يو له هغو سيمو څخه ګڼل کېږي، چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې د مرکزي دولت له پامه لرې پاتې شوی. اوسېدونکو يې غوښتنې کړې، خو وايي چې کومه نتيجه په لاس نه ده ورغلې.

د پکتيکا د جاني خېلو ولسوالۍ د قومي مشر محمدشاه کامراني په وينا تر ټولو جدي ستونزه د ښځينه ناروغانو لپاره د لازمو روغتيايي اسانتياوو نشتون دی. د ده په خبره ډېره اندېښنه دا ده، چې د زيږون پرمهال ډېری ميندې روغتيايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري.

هغه وويل: ”والي موږ ته د خيرکوټ د کلينيک د پرانېستې لپاره يوه مياشت ښودلې وه، خو له هغې وروسته ډېر وخت تېر شو. زموږ غوښتنه له مسوولو چارواکو داده، چې د دې کلينيک په فعالولو کې جدي کار وکړي‟.

پکتيکا د مرکز ښرنې د روغتون په ګډون په ټولو ولسواليو کې په مجموعي ډول ۳۵ روغتيايي مرکزونه لري، خو د خلکو شکايت دا دی، چې د اړتيا وړ روغتيايي خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي.

د پکتيکا محمد والي الياس وحدت چې يادې غونډې ته يې خبرې کولې، د پکتيکاوالو يادې ستونزې جدي وبللې. ده په دې برخه کې پر مرکزي دولت غږ وکړ، چې د پکتيکاوالو اړتياوې په نظر کې ونيسي.

وحدت زياته کړه: ”پلان لرو، چې د کټواز په کچه يوه شورا جوړه کړو او د ولسوالۍ په سر دوه يا درې کسان ورکړو او ستونزو ته به ټول په يوه خوله غږيږو. که چېرې د خيرکوټ ولسوالۍ ستونزې يواځې د خيرکوټ ولسوالۍ خلک زموږ سره شريکوي، نو يواځې د خيرکوټ مشران به موږ سره غږيږي. خو که لويه شورا ولرو، موږ سره به د نهو ولسواليو خلک د خيرکوټ په ستونزو غږيږي‟.

والي الياس وحدت د ښځينه وو د روغتيايي ستونزو د دايمي حل لپاره د پکتيکا له خلکو وغوښتل، چې پر خپلو نجونو زده کړې وکړي. د ده په نظر دا کار يوه پرمختللې ټولنه تضمينوي.

والي الياس وحدت وويل:”که چېرې تاسو په خيرکوټ کې زما نه ښځينه ډاکټرې غواړئ، نو دا غوښتنه به لس يا پنځلس کاله وروسته هم کوئ. د دې ستونزې د حل لپاره دې ولسونه ما سره دا مرسته وکړي، چې خپلې لوڼې ښوونځيو ته وليږي. کله چې له ښوونځي نه فارغې شي، بيا قابله ګانې شي، بيا نرسانې شي، بيا ډاکټرانې شي او بيا په خيرکوټ، په يحی خيلو او جانيخيلو کې خدمت وکړي‟.

که څه هم د پکتيکا د ځينو ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې ښځينه قابله ګانې فعاليت لري، خو په دې برخه کې تر ټولو غټه ستونزه، چې د دې ولايت خلک يې ګالي، د ښځينه ډاکټرانو نشتوالی دی.

د دغه ولايت د چاروکو په وينا پکتيکا ځکه له يادې ستونزې کړېږي، چې په پکتيکا کې خلک د نجونو زده کړو ته ډېره توجه نه لري.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG