د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، چې د جمهوري ریاست ټولو کاندیدانو د اساسي قانون او د انتخاباتو قانون سره سم ټول شرایط بشپړ کړي او ابتدايي لېست ته یې لاره پيدا کړې ده.
د انتخاباتو کمېسیون د چارواکو پر وینا، د جمهوري ریاست لپاره د احتمالي کاندیدانو ټول اسناد څیړل شوي، چې په کې کومه نیمګړتیا نه وه.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیحالله سادات امریکا غږ - آشنا ته وویل، چې اتلس واړه کاندیدان د ابتدايي لېست د شرایطو په پوره کولو بریالي شوي دي.
خو ښاغلي سادات زیاته کړه، د کاندیدانو د دوهګوني تابعیت موضوع، چې یوه حساسه مسئله تر اوسه پاتې ده او د انتخاباتو کمېسیون په دې اړه د بهرنیو چارو له وزارت څخه په رسمي ډول د معلوماتو غوښتنه کړې ده.
هغه وویل"دغه معلومات تر اوسه په مکمله توګه نه دي شریک شوي او له دوی سره هم اړوندو سفارتونو وعده کړې، چې دا معلومات به له دوی سره شریکوي او هغه به وروسته په نهايي لست کې پلي کیږي، چا چې هغه شرایط نه وي پوره کړي او دوهګونی تابعیت ولري هغه به وروستي لېست ته لاره نه پیدا کوي".
د قانون لهمخې په ابتدايي لیست کې د شاملو کاندیدانو په اړه که څوک شکایت لري نو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون کې ثبت کولی شي.
دغه راز هغو کاندیدانو ته چې ورباندې شکایتونه شوي وي، د استیناف غوښتنې فُرصت ورکړل شوی او په دې برخه کې د څیړنو له بشپړېدو وروسته د کاندیدانو وروستی لېست اعلانیږي.
د انتخاباتو کمېسیون ویلي، چې د کانديدانو د منقولو او غیر منقولو شتمنيو معلومات، د سل زره رایې ورکونکو لست او په بانک کې د امانت په توګه د یو میلیون افغانیو د ایښودلو په تړاو ټول رسېدلي اسناد یې تصدیق کړي دي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د ۱۳۹۸لمریز کال د چنګاښ په ۲۹مه نېټه وشي.