د لاس رسي وړ اتصالات

برښنا شرکت یو ځل بیا خپلو لویو پوروړو ته خبرداری ورکړ


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان برېښنا شرکت یو ځل بیا له پخوانیو چارواکو، زورواکانو او سیاسیونو څخه غوښتي چې د برښنا د بیلونو له درکه خپل پورونه ادا کړي.

یاد شرکت نن دوشنبه جنورۍ لسمه (مرغومې ۲۰) ویلي چې د افغانستان برښنا شرکت رهبرۍ د خپلو پورونو ورسپارلو په اړه یوه میاشت مخکې هم یادو کسانو ته خبر ورکړی و.

د افغانستان برښنا شرکت په اعلامیه کې ویلي که چیري پخواني سیاسیون، زورواکي او چارواکي خپل قرضونه ادا نکړي په وینا یې وروستی فرصت به له لاسه ورکړي.

د دوی په وینا پخواني چارواکي، سیاسیون او زورواکي د څو کلونو راپدېخوا د برښنا شرکت پوروړي دي.

د یاد شرکت په اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ یوځل بیا له یادو کسانو څخه غوښتنه لري ترڅو د پاتې وخت په لړ کې خپل پورونه تحویل کړي، له دې پرته به د کابینې د پرېکړې له مخې قانوني چلند ورسره وشي."

برښنا شرکت مخکې ویلي و چې سیاسیون، پخواني چارواکي، زورواکي، صنعتکاران او سوداګر یې ۲۶ میلیارد افغانۍ پوروړي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت تجارتي رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني د تیرې ډسمبر میاشتې پر لومړۍ نېټه خبریالانو ته وویل چې په برېښنا شرکت کې مالي ستونزې او د واردتي برېښنا پورونه دا شرکت له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

ښاغلي رحماني د یادو ستونزو یوازینۍ حل لاره د پخواني ادارې له چاروکو، سیاسیونو، زورواکانو او د پارلمان وکیلانو څخه د پورونو راټولول وبلل.

نوموړي زیاته کړه: "پر پوروړیو کسانو د افغانستان برېښنا شرکت پورونه ۲۶ میلیارد افغانیو ته رسېږي، سیاسیون، د پخواني ادارې چارواکي، زورواکان، صنعتکاران او سوداګر د برېښنا شرکت ستر پوروړي کسان دي. مونږ دوی ته یوه میاشت وخت ورکوو ترڅو خپل پورونه تحویل کړي، له دې پرته به موضوع عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي."

د افغانستان د برښنا شرکت څو کاله مخکې د خپلو ۷۳ پوروړو نوم لړ خپور کړ چې په هغه کې د عبدالرشید دوستم، محمد کریم خلیلي او عبدالرب رسول سیاف په ګډون د یو شمېر پخوانیو چارواکو او زورواکانو نومونه هم شامل و.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل امر کړی و چې د ملي امنیت، کورنیو چارو، حج او اوقافو وزارتونو او برښنا شرکت یو ګډ پلاوی دي د هغو کسانو کورونو ته ورسي او هغوی دي وهڅو چې خپل پورونه ادا کړي.

خو د طالبانو د وزیرانو شورا بیا ویلي که چیري یاد کسان خپل پورونه ادا نکړي، ملکیتونه به یې وپلورل شي، او په هغه سره به د وارداتي برښنا پورونه ادا شي.

XS
SM
MD
LG