د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د شخړې د هواري اصلي خنډ یهودي میشت ځایونه دي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مارچ په پنځمه (کب ۱۵مه) وویل چې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د شخړې د هواري په لاره کې یو لوی خنډ د فلسطین په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې میشت اسرائیليان دي.

اردوغان زیاته کړه: "د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د شخړې د حل په لاره کې یوه لویه ستونزه په لویدیځه غاړه کې د یهودي میشتو په نوم د غاصبانو اقدمات دي چې د فلسطینیانو ملکیتونه یې غصب کړي دي."

اردوغان دا خبره په یوې خبرې ناستې کې په داسې حال كې وكړه، چې د فلسطين د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس ترکیې ته په سفر تللی دی. ترکیې ته د ښاغلي عباس د سفر موخه د غزې د جګړې او د فلسطیني ډلو ترمنځ د پخلاینې د هڅو په اړه خبرې اترې دي.‌

ولسمشر اردوغان چې د فلسطین د مسئلې د کلک ملاتړي په توګه پیژندل کیږي، د روژې په میاشت کې د الاقصی جومات ته مسلمانانو د پرېښودلو غوښتنه وکړه.

اردوغان وویل: " الاقصی جومات ته د لاسرسي دپاره پر مسلمانانو باندې د محددویتو د وضع کولو په موخه د سخت دریځو اسرائیلي سیاستوالو غوښتنه... ډیره بې معنا ده." بیله شکه چې د دا ډول اقداماتو به جدي پایلې ولري. "

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس هم وویل: "موږ د روژې د میاشتې د پیل په درشل کې یو. ښکاره ده چې یهودي میشتې افراطیان، الاقصی جومات ته ځي او هلته بریدونه کوي."

هرکال لسګونو زره مسلمانان په الاقصی جومات کې لمونځ کوي او دا د مسلمانانو او یهودانو دواړو لپاره سپیڅلی ځای دی.

سږکال د روژې میاشت په غزې په تړانګه کې د اسرائیل د روانو پوځي عملیاتو سره هم مهاله ده. دغه عملیات د تیر کال د اکتوبر په اوومه د حماس لخوا د اسرائیل په جنوب کې د یو ناڅاپي برید وروسته پیل شو.

د اسرائیل ملي امنيت وزير ايتامار بن ګوير په دې وروستيو کې ويلي، چې د لويديځې غاړې فلسطيني اوسېدونکو ته بايد اجازه ورنه کړل شي، چې بيت المقدس (الاقصی جومات) ته ننوځي او هلته د روژې په مياشت کې عبادت وکړي.

په ورته وخت کې د امریکا متحدو ایالتونو له اسرائیل غوښتي چې مسلمانانو ته اجازه ورکړي چې په الاقصی جومات کې عبادت وکړي.

د غزې د جګړې له پيل وروسته د ترکيې او اسرائيل تر منځ اړيکې ترينګلې شوې او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د اسرائيل د لومړي وزير بنيامين نتنياهو له سختو منتقدينو څخه بلل کېږي.

د ترکیې ولسمشر د اسرائیل صدراعظم بینامین نتنیاهو په ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰ کلونو کې د جرمني له صدراعظم او دیکتاتور اډولف هټلر سره پرتله کړی او د اسرائیل پر لوېدیځو متحدینو یې غږ کړی چې په غزه کې د "دولتي تروریزم" له ملاتړه لاس واخلي.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG