د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې نوبل جایزه د ایتوپیا صدراعظم ته ورکړل شوه


د ایتوپیا صدراعظم ابي احمدعلي
د ایتوپیا صدراعظم ابي احمدعلي

د ٢٠١٩ کال د سولې د نوبل جایزه د ایتوپیا صدراعظم ابي احمدعلي ته ډالۍ شوه.

د سولې د نوبل جایزې کمیټې ویلي چې دغه جایزه یې ښاغلي احمدعلي ته د گاونډي هیواد اریتریا سره د سولې د موافقې د لاس لیک کولو په خاطر ورکړې ده.

د ایتوپیا او اریتریا ترمنځ د سولې موافقې د افریقا د وچې تر ټولو اوږده جگړه پای ته ورسوله. ښاغلي احمد څو میاشتې وروسته له هغې چې د ایتوپیا د صدراعظم په توگه یې کار پیل کړ د سولې موافقه یې لاس لیک کړه.

د سولې د نوبل جایزه پخوا هم څو ځلې هغو مشرانو ته ورکړل شوې چې د جگړو په پای ته رسولو کې یې مهم رول ادا کړی و. ددې جملې نه د ٢٠١٦ کال د سولې د نوبل جایزه د کلمبیا پخواني جمهور رئیس ته ورکړل شوه چې د پنځوس کلنې کورنۍ جگړې په پای ته رسولو کې مرسته کړې وه.

د ایتوپیا صدراعظم ته د سولې د نوبل جایزې ورکول په نړۍ او افریقا کې د پراخې ستاینې سره مخامخ شول. حتی د ښاغلي احمدعلي یو شمیر منتقدینو هم د جگړې په پای ته رسولو کې د هغه رول ستایلی دی.

د گانا جمهور رئیس ویلي چې د ایتوپیا صدراعظم ته د سولې د جایزې ورکول ښیي چې "سوله په افریقا کې د ژوند د خورا مهمو عناصرو څخه ده".

ملگرو ملتونو او د ناټو سازمان هم ښاغلي احمدعلي ته د سولې د جایزې د ورکړې هرکلی کړی دی او هغه یې د سولې په لور د افریقا حرکت گڼلی دی.

د بشري حقونو یو شمیر سازمانونو لکه د بخښنې نړیوال سازمان هم د ښاغلي احمدعلي نه غوښتي چې په خپل هیواد کې د موکراسۍ د پلي کولو له هڅو نه لاس وانخلي.

XS
SM
MD
LG