د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو دوشنبه جنوري ۲۷ ( سلواغې اتمه) په یوې طرحې موافقه وکړله چې له مخې به یې په سوریې باندې د پخواني رژیم پر وخت لګیدلي بندیزونه آسان شي.
د بندیزونو په اسانه کولو خبرې داسې مهال کیږي چې د متحده ایالاتو په ګډون لویدیځ او عربي هیوادونه کوښښ کوي د سوریې د نوي حاکمانو سره د اړیکي ټینګې کړي.
په بروکسل کې د دې ملاقات څخه وروسته د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مشرې کاجا کالا د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې د اروپایي اتحادیې لخوا د بندیزونو آسانه کیدل به د سوریې د اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي او دا هیواد به وکړی شي چې بیرته پخپلو پښو ودریږي.
د اروپایي اتحادیې ۲۷ هیوادونو د سوریې په رژیم دا اقتصادي بندیزونه ورسته تر هغه ولګول چې پدې هیواد کې په ۲۰۱۱ کال کې کورنۍ جګړه پیل شوه.
میرمن کالا وویل چې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو په طرحې کې موافقه کړې چې په لومړي سر کې به د سوریې د انرژۍ په سکتور او نورو مهمو برخو باندې اقتصادي بندیزونه آسان شي چې د دې هیواد ولس ورته سخته اړتیا لري.
هغې زیاته کړه، "که له یوې خوا مونږ په چټکۍ عمل کوو، مونږ په عین حال کې دیته هم چمتو چې که وضعیت خراب شي، نورې لارې چارې هم ولرو. د دې تر څنګ به د بشري چارو او بیا رغونې چارې پراخه کړو".
سره لدې چې په ګډې اعلامیې کې د کومې ځانګړې برخې نوم ندی اخیستل شوی چې اروپایي اتحادیه به پرې بندیزونه لیرې کوي خو د فرانسې د بهرنو چارو وزیر ژان – نویل بیرات ویلي چې اروپایي اتحادیه ښایی په لومړي سر کې د سوریې د انرژۍ، ترانسپورت او بانکي سکتور باندې بندیزونه لیرې کاندي.
د سوریې نوي مشران د کافي زیات وخت راهیسې له اروپایي هیوادونو غواړي چې ددې هیواد په مالي سکتور لګیدلي بندیزونه لیرې کړي تر څو هغوي وکړی شي د بیارغونې چارې پیل کړي.
خو د اروپایي هیوادونو یو شمیر مشران بیا په چټکۍ د سوریې د نویو مشرانو سره نرمیدو په هکله زړه نا زړه دي.
له همدې کبله اروپایي اتحادیې د بندیزونو لیرې کولو نه بلکې د ځنډولو پریکړه کړې تر څو وضعیت ارزیابي کړی شي او د سوریې په مشرانو خپل اثر او رسوخ ولري.
د سوریې په اوسني مشر، احمد الشرع هم د اروپایي اتحادیې لخوا بندیزونه دي او د اروپایي اتحادیې مشران وایي چې د دې بندیزونو په لیرې کیدو په اوس وخت کې خبرې اترې نه کیږي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني د اروپایي اتحادیې ددې اقدام ستاینه کړې او ویلي چې په لومړي سر کې به دا بندیزونه د یو کال لپاره لیرې شي او په بشپړه توګه د لیرې کیدو هیله یې ښودلې.
تر دې وړاندې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان هم دمشق ته په خپل لومړي رسمي سفر کې ویلي و چې ریاض غواړي د سوریې له نوې ادارې سره پدې هیواد د لګېدلو نړیوالو بندیزونو په لرې کولو کې همکاري وکړي.
احمد الشرع، چې د هیئت تحریر الشام ډلې مشري هم کوی، د خلیج هېوادونو د پانګونو په لټه کې دی، ترڅو د ۱۳ کلنې جګړې له امله د ویجاړې شوې سوریې په بیا رغونه کې مرسته وکړي.
فیصل بن فرحان د سوریې د بهرنیو چارو وزیر، اسعد الشیباني سره د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال وویل: "سعودي عربستان د سوریې تر څنګ ولاړ دی او د ټولو بندیزونو پر لرې کولو ټینګار کوي. "
هغه زیاته کړه چې سعودي عربستان اوسمهال د سوریې هېواد په قضیې کې د ښکیلو هېوادونو، لکه متحده ایالات او اروپایي ټولنې سره "فعاله خبرې اترې" کوي او د دوی څخه "مثبت پیغامونه" ترلاسه کوي.
د بشار الاسد د رژیم تر نسکورېدو وروسته، واشنګټن لا دمخه پر سوریه ځینې بندیزونه نرم کړي او تمه ده چې اروپایي ټولنه هم په راتلونکې دوشنبې کې د خپلو بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د دې بندیزونو په اړه پرېکړه وکړي.
فورم \ دبحث خونه