د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان سیاسي لانجه دې ژر حل شي ـ اروپايي ټولنه


اروپايي ټولنې په افغانستان کې د روانو سیاسي مذاکراتو له ټولو اړخونو څخه غوښتي چې ژر تر ژره یو سیاسي توافق ته ورسېږي.

د دغې ټولنې استازي په کابل کې د اروپايي ټولنې د پلاوي له رئیسانو او د ناروې سفیر سره په همغږۍ د پنجشنبې په ورځ د اپریل په ۱۶ (وري ۲۸) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې افغانستان په اوس وخت کې په بیړني ډول د سولې خبرو پیلولو ته اړتیا لري.

اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ناامنیو دوام او تازه روغتیايي ګواښونو ته پاملرنې د خلکو هوساینې ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

د اروپايي ټولنې په اعلامیې کې راغلي: "هره ورځ چې د یوې همغږې دولتي ډلې له شتون پرته تېرېږي، د افغانستان خلک له لا زیاتو ګواښونو سره مخامخ کېږي، د ډیموکراټیکو بنسټونو اعتبار کمزوری کېږي او د (افغانستان) د اروپايي ملګرو د حوصلې ختمېدو لامل کېږي".

اروپايي ټولنې دغه راز د افغانستان د سیاسي اړخونو ترمنځ پر یووالي ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د دغې ټولنې استازي رولاند کوبیا ویلي چې په افغانستان کې د انتخاباتو څپرکی تړل شوی دی او د سولې د چارو پر مخ وړلو لپاره دغه هیواد یو هراړخیز او ټول‌شموله حکومت ته اړتیا لري.

افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال درې ورځې وړاندې امریکا غږ ته وویل چې د دواړو خواو ترمنځ مذاکرات دوام لري.

هغه زیاته کړه چې یوې ښې پایلې ته د رسېدو لپاره وخت ته اړتیا ده.

په عین وخت کې د عبدالله عبدالله ډله هم د سیاسي لانجو د حل لپاره د یوې طرحې پر جوړولو کار کوي. د دغې ډلې یو ویاند فریدون خوځون امریکا غږ ته وویل چې په دې طرحه کې د روغې جوړې د عالي شورا پر جوړولو هم تمرکز شوی دی.

د هغه پر وینا کله چې طرحه نهايي شي د غني او عبدالله تخنیکي ډلې به ورباندې بحث وکړي.

XS
SM
MD
LG