د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحادیې له میټا 'د محرمیت فیس' اخیستو په اړه د بیا کتنې غوښتنه کړې


میټا شرکت د فیسبوک او انسټاګرام شبکو مالک دی.
میټا شرکت د فیسبوک او انسټاګرام شبکو مالک دی.

د اروپایی اتحادیې د مصرف کوونکو چارواکو د دوشنبې په ورځ جولای ۲۲ (زمري اوله) د فیسبوک مالک شرکت میټا ته خبرداری ورکړ که په خپلو شبکو کې "د محرمیت فیس" په اړه د اروپايي مصرف کوونکو اندېښنو ته ځواب و نه وايي، له سختو اقداماتو سره به مخامخ شي.

د تیر کال راهیسې، د میټا سیستم مصرف کوونکي اړ کړي دي چې د خپل شخصي معلوماتو د ټولېدو د مخنیوي لپاره فیس ورکړي او یا د فیسبوک او انسټاګرام د وړیا حسابونو د کارولو په صورت کې دې ته غاړه کیږدي چې شخصي معلومات یې له شبکې سره شریک شي.

په فرانسې، هسپانیا او نورو اروپايي هېوادونو کې د مصرف کوونکو استازو د میټا د محرمیت لپاره د تادیې ددې سیستم په خلاف د مصرف کوونکو د محافظت شبکې (CPC) ته شکایت کړی دی.

د مصرف کوونکو د محافظت ملي ادارې چارواکو میټا ته یو لیک کې خبرداری ورکړی چې دا سیستم یې "په احتمالي توګه غیر عادلانه" او د مصرف کوونکو د ګټو په خلاف دی.

داسې اندیښنې هم ښودل شوي چې میټا د تادیې ددغه نوي سیستم د خپرولو پر وخت د بیلا بیلو معلوماتو او سکرینونو په وړاندې کولو سره پیرودونکي تېر اېستي او هغوی یې سربداله کړي دي.

میټا دې لیک ته د ځواب ویلو او د حل وړاندې کولو لپاره د سپتمبر تر لومړۍ نیټې پورې وخت لري. د اروپایي اتحادیې چارواکو د مصرف کوونکو د محافظت شبکې سره په همغږۍ دا اقدام کړی دی.

د اتحادیې په یو بیان کې ویل شوي: "که میټا د راپورته شويو اندیښنو د حل لپاره اړین ګامونه پورته نه کړي، د مصرف کوونکو د محافظت شبکې چارواکي کولی شي د بندیزونو په ګډون د انضباطي اقداماتو د پلي کولو پریکړه وکړي."

د روانې میاشتې په پیل کې، د اروپايي اتحادیې تنظیم کوونکو پر میټا تور پورې کړ چې ددې ماډل په پلي کولو او کاروونکي د "دوو انتخابونو" ترمنځ د یو خوښولو ته په مجبورولو سره یې د اتحادیې د سیالۍ له نويو مقرراتو څخه سرغړونه کړې ده.

که پر میټا باندې د سرغړونې دغه تورونه تائید شي نو له سترې جریمې سره مخامخ کیدای شي. د میټا یو ویاند ددې ماډل دفاع کړې او ټینګار یې کړی چې مقرراتو ته غاړه ږدي.

ویاند وویل: "په ډیرو صنعتونو کې د اعلاناتو د بدیل په توګه د فیس تادیه معمول سوداګریز ماډل دی. د اعلاناتو د مخنیوي لپاره د فیس غوښتنه د اروپایي مقرراتو او د اروپا د ترټولو لوړې محکمې سره په مطابقت شوې ده."

د اروپا د مصرف کوونکو سازمان د میټا پروړاندې د وروستي اقدام هرکلی کړی دی.

د اروپایي مصرف کوونکو ډلو عمومي رئیس اګسټن ریینا له میټا څخه غوښتي چې "د تادیې یا رضایت د انتخاب سکرین ژر تر ژره بدل کړي او مصرف کوونکو ته ازاد او عادلانه انتخابونه چمتو کړي".

د اروپا د مصرف کوونکو سازمان او میټا ترمنځ د ډیر وخت راهیسې د مقرراتو پر سر اختلاف روان دی.

د میټا شرکت تیره اونۍ وویل چې د اروپا د سختو مقرراتو له کبله په اروپا کې د خپل پیاوړي مصنوعي هوښ د ماډلونو خپرول ځنډوي.

میټا تېر کال هم په اروپا کې د "تریډز" په نوم د خپلې نوې شبکې، چې د ایکس (پخواني ټویټر) د بدیل په توګه یې جوړه کړې وه، خپرول د څو میاشتو لپاره وځنډول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG