د لاس رسي وړ اتصالات

په هسپانیا کې موسمي توپان ۱۱ کسان مړه کړي


په هسپانیې کې توپان
په هسپانیې کې توپان

په هسپانیا کې د موسمي توپان له کبله ۱۱ کسان مړه شوي دي او یو شمېر کورونه او ودانۍ یې ویجاړې کړي.

پنځه ورځې وشوې چې په سیمه کې توپان روان دی او چارواکي یې اړ کړي چې نن جمعه (جنورۍ ۲۴) بیړنۍ غونډه وکړه.

د هسپانیا په بالیاریک ټاپو کې د اوبو څپې ۱۵ متره اوچتې شوې دي او د تیرې چهارشنبې (جنورۍ ۲۲) ورځې راهیسې د شدید سیلاب له کبله د "ټاسا دي مار" په ښار کې بازار تړل شوی دی، دا سیمه د هسپانیې مرکز بارسلونا په ۱۰۰ کیلو مترۍ کې موقعیت لري.

د ګذاویر کورت په نوم د سیمې یو اوسیدونکی وايي"که د مالګینو اوبو مخه ونه نیول شي موږ به شل فیصده فصل له لاسه ورکړو. "

د لومړنیو راپورونو پر اساس دې توپان د دیلتا سیمې ته ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت زیان اړولی دی. د هسپانیا صدراعظم پیدرو سنچیز د پنجشنبې په ورځ توپان ځپلو سیمو ته تللی وو. دی وايي چې حکومت به د ورکو شویو کسانو موندنې او اقتصادي مرستو په برخه کې به خپلې مرستې و نه سپموي.

هغه وايي "ټولې عامه ادارې باید خپل ټول تمرکز په اقتصادي سرچینو او ټولنیزو چارو باندې وساتي،موږ یوه بله مهمه مسله هم لرو چې باید په سیاسي تصمیم نیونه کې یې شامله کړو،دا مسله د اقلیم بدلون دی. "

د ګلوریا توپان څپې د فرانسې لویدیځ ته هم رسیدلې دي چې د سخت باران لامل شوی او په سیمه کې د سیند اوبه اوچتې شوې دي.

د اودو سیند چې د "کارکاسونا" ښار څخه تیریږي چهارشنبې په نیمه شپه کې خلک ویښ کړې دي.

د فرانسې په جنوب ختیځ کې ۱۵۰۰ کسان اړ شوي چې خپل کورونه پریږدي، که څه هم اوبه د پنجشنبې په ورځ ( جنورۍ ۲۳) آرامې شوې دي، خو چارواکو په ګڼو سیمو کې د سیلاب راوتلو له کبله خبرداری ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG