د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا، جرمني او فرانسه: پر عربستان برید ایران کړی


دریو ځواکمنو اروپایي هیوادونو بریتانیا، جرمني او فرانسې د امریکا د متحده ایالاتو د نظر په تائید سره ایران د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو باندې په برید تورن کړ.

دغو هیوادونو له ایران غوښتي چې د خپل هیواد د اټومي پروگرام په هکله د نړۍ ځواکمنو هیوادونو سره د نویو مذاکراتو په ترسره کولو موافقه وکړي.

د دغو اروپایي هیوادونو مشرانو د ملگرو ملتونو د سازمان د عمومي غونډې په څنډه کې د لیدنې کتنې وروسته په یوې گډې اعلامیې کې وویل "ددې وخت رارسیدلی چې ایران د خپل اټومي پروگرام، د میزایلو د پروگرام او د سیمې د امنیت اړوند موضوعگانو په هکله د مذاکراتو له نوي پړاو سره موافقه وکړي. "

په اعلامیه کې راغلي دي چې: "مونږ ته څرگنده ده چې ایران ددغه برید مسؤل دی. هیڅ بله توضیح نشته. مونږ د زیاتو جزییاتو د موندلو لپاره د روانو پلټنو ملاتړ کوو".

د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو باندې د تیرې اونۍ د برید پړه په یمن کې میشتو حوثي یاغیانو منلې، خو سعودي عربستان وایي دغه حمله ایران کړې ده، هغه تور چې تهران رد کړی دی.

پدې ترڅ کې د سعودي عربستان د وزیرانو شورا نن د سپتمبر په ٢۴ (تلې ٢) له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ایران له لورې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیږدي.

XS
SM
MD
LG