د لاس رسي وړ اتصالات

د ۱۸ کلنو افغان ماشومانو ټول ژوند جګړه کې تېر شوی ـ راپور


نن پر افغانستان د امریکا د برید ۱۸ کاله پوره شول
نن پر افغانستان د امریکا د برید ۱۸ کاله پوره شول

د ماشومانو د ساتنې یا «Save the Children» اداره وايي، هغه افغان ماشومان چې اوس اتلس کلن کېږي، ټول عمر یې په جګړو کې تېر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې، نن دوشنبه د «اکتوبر ۷مه» پر افغانستان د امریکا د برید اتلس کاله پوره شول.

له ماشومانو څخه د ملاتړ یاد سازمان اتلسم کال ته د امریکا او طالبانو جګړې د داخلېدو په مناسبت اعلامیې کې ویلي، چې افغان ۱۸ کلنو ماشومانو خپل ټول ژوند په جګړه کې تېر کړی دی.

په دغه بیان کې په افغانستان کې د «Save The Childredn» د رئیس اونو وان مانین له قوله ویل شوي، چې افغان ماشومان هره ورځ د بمونو په چاودنو کې ژوند کوي.

یاد سازمان همدارنګه ویلي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې ۸۴سلنه قربانیان یوازې تر اتلس کلنۍ کښته کم عمره ماشومان تشکیلوي.

د ماشومانو د ساتنې دغه سازمان زیاتوي، چې دا مهال د ناامنیو له امله ۳.۷ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تګ څخه محروم شوي، چې ۶۰ سلنه یې یوازې نجونې تشکلیوي.

یاد سازمان افغانستان د ماشومانو لپاره له خطر ناکو هېوادنو څخه یاد کړی او همدارنګه وايي، چې ګڼ شمېر افغان ماشومان د مجبورۍ له امله خطر ناکه کارونو ته مخه کوي.

د ماشومانو د ساتني دغه بنسټ د جګړې له ټولو غاړو څخه غوښتي چې په جګړو کې د ماشومانو له استفادې څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په تېرو څلورو کلونو کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۳۵۰۰ افغان ماشومان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG