د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: که انتخابات نه وای شوي بهتره وه


د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی وايي بهتره به وه چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د ولسې جرګې ټاکنې نه وای شوې او د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست ټاکنو او یا له هغه وروسته شوي وای.

حامد کرزي له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل لومړی باید د سولې هڅو نتیجه ورکړې واي او وروسته انتخابات شوي وای. نوموړي وویل که د افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره د ولسي جرګې ټاکنې لس کاله هم ځنډیدلي وای ، ارزښت یې درلود.

ښاغلي کرزي زیاته کړه، ټاکنې د خلکو د هیلو خلاف وشوې ځکه په ټول افغانستان کې ونشوې او که شوې هم وي یوازې په ښارونو کې وې.

د افغانستان د ولسې جرګې ټاکنې د شاوخوا درې کاله ځنډ سره د اکټوبر میاشتې په ۲۰ نیټه د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې وشوې او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې ټاکنو کې کابو څلورو میلیونو کسانو ګډون وکړ.

په غزني ولایت کې ټاکنې د سیاسي ناندرو له امله احتمالا د جمهوري ریاست تر ټاکنو پورې او په کندهار ولایت کې ټاکنې د یاد ولایت د امنیه قومندان او د ملي امنیت د رئیس تر وژل کیدو وروسته د یوې اوونۍ پورې وځنډیدې.

د افغانستان د سولې بهیر

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي که څه هم د خپل حکومت په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا له سیاستونو سره شدید مخالفت درلود، خو له امریکا غږ سره یې په مرکه کې د افغانستان د سولې بهیر د پیاوړتیا او بریا لپاره د متحدو ایالتونو د وروستیو هڅو ملاتړ وکړ او ویې ویل په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو دی. خو نوموړي وویل دا بهیر باید په بشپړ ډول افغاني وي.

ښاغلي کرزي وویل" امریکایان دې د بین الافغاني تفاهم مخه نه نیسي. له طالبانو سره د امریکایانو د مذاکراتو مخالف نه یم، ځکه په افغانستان کې سوله د نړۍ او سیمې د هیوادونو له همکارۍ پرته راتلای نشي. د افغانانو مهم شرط دادی چې دا بهیر باید شفاف وي او پکې پټې معاملې ونشي... افغانستان د پاکستان او امریکا د پټو معاملاتو له امله برباد شوی دی."

حامد کرزي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار په توګه د زلمي خلیلزاد د ټاکل کیدو هرکلی وکړ او ویې ویل" نوموړی د امریکا واک او د افغانانو اعتماد لري."

طالبانو که څه هم د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د اساسي شرط په توګه یاد کړی خو ښاغلی کرزی وايي افغان دولت او طالبانو باید د سولې لپاره کوم قید او شرط کینږدي او یوازینی هدف یې باید د خپلې خاورې اختیار درلودل وي چې د نوموړی په وینا" له بده مرغه دا اختیار اوس نلرو. "

حامد کرزي وویل په افغانستان کې د بهرنیو قواوو د شتون په اړه باید بین الافغانی تفاهم وشي. هغه وویل باید لویه جرګه جوړه شي او د افغانانو استازي په دې اړه پریکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG