د لاس رسي وړ اتصالات

د نجونو د زده کړو د مخنیوي پر سر امریکا په قطر کې طالبانو سره مذاکرات لغو کړل 


متحده ایالاتو د جمعې په ورځ مارچ ۲۵ (وري ۵) وروسته له هغې په قطر کې د طالبانو له مقاماتو سره خپلې لیدنې کتنې ناڅاپه لغو کړې چې طالبانو نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورنکړه.

ټاکل شوې وه چې د متحده ایالاتو او طالبانو استازي د قطر په پلازمینه دوحه کې د عمده اقتصادي مسئلو په اړه سره خبرې اترې وکړي.

ددغو خبرو لغو کول د متحده ایالاتو له لورې لومړنۍ جدي نښه نښانه ده چې طالبانو د بشري حقونو په اړه په خپلو ژمنو وفا نده کړې. دا عمل کیدای شي د طالبانو له حکومت سره د همکارې په لور د نړیوالې ټولنې پر تعامل مستقیمآ اغیز وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې لا هم د طالبانو د حکومت یو شمیر مشران د متحده ایالاتو تر بندیزونو لاندې دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د رویټرز اژانس ته وویل: ‌"د هغوی تصمیم عمیقآ ناهیلې کوونکی او د درک وړ ندی او د د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې سره د هغوی د ژمنو خلاف دی." .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې متحده ایالاتو د طالبانو سره خپل یو شمیر تعاملات او ددې جملې څخه هغه ناستې چې دمخه په دوحه کې پروګرام شوې وې لغو کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو ویاند روښانه کړې چې: "دې تصمیم ته مونږ و په خپل تعامل کې د یو بیرته تګ بالقوه عطف ټکي په توګه ګورو. "

دې موضوع سره دریو باخبرو منابعو د رویترز اژانس ته ویلي چې ټاکل شوی وه د متحده ایالاتو او د طالبانو د حکومت ترمنځ د لیدنو کتنو لړۍ د شنبې اړو یکشنبې په ورځو په دوحه کې د یوې غونډې په څنډه کې وشي.

خو دا چې طالبانو د شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځیو پرانستلو ته اجازه ورنکړه د متحده ایالاتو له لورې دا خبرې هم لغو شوې.

XS
SM
MD
LG