د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې د بم په چاودنې کې ۱ تن وژل شوی


د سیستان بلوچستان ایالت اکثریت اوسیدونکي سني مذهبي بلوڅان دي.
د سیستان بلوچستان ایالت اکثریت اوسیدونکي سني مذهبي بلوڅان دي.

د ایران دولتي خبري اژانس وایي د دې هیواد د سیستان بلوچستان په ایالت کې نن یکشنبه، مارچ ۲۱ (وري۱) د بم په چاودنې کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپي شويدي.

چاودنه په محلي وخت نن سهار ۹:۳۰ بجې د دې ایالت د ساراوان په ښار کې شوې چې پدې تیرو څو میاشتو کې پکې د تشدد پیښې زیاتې شویدي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې چاودنې د کولو ادعا نده کړې خو د ایران رسمي خبري اژانس ارنا، په راپور کې ویل شوي چې دا کار د "نړیوال تکبر" پورې اړوند یوې ډلې کړی.

په ایران کې دا ټکي د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو ته په خطاب کې کارول کیږي.

د سیستان بلوچستان ولایت د پاکستان سره په پوله پروت دی چې اکثریت اوسیدونکي یې سني مذهبه مسلمانان او بلوڅان دي.

پدې ولایت کې وخت ناوخته د بیلتون غوښتونکو او حکومتي ځواکونو تر منځ جنګ جګړې کیږي.

ایراني چارواکي وایي شاوخوا یوه میاشت وړاندې د تیلو د قاچاقبرانو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې دوه تنه وژل شوي وو چې یو یې پولیس و.

خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې بیا ویلي چې پدې نښتو کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي چې دوه یې تنکي ځوانان وو.

ملګرو ملتونو د ایران په امنیتي ځواکونو تور لګولی و چې د ضرورت نه د زیاتې قوې نه یې کار اخیستی و.

XS
SM
MD
LG