د لاس رسي وړ اتصالات

تخار کې په یوې مدرسه کې چاودنې اوه تنه وژلي


د تخار سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د یو توغندي د چاودنې له امله د مدرسې اوه زده‌کوونکي وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر د پنجشنبې په ورځ د جون په ۱۸مه (غبرګولي ۱۸) امریکا غږ ته وویل چې دا پېښه د اشکمش ولسوالۍ د مرکز اړوند د زوړ ښار په یوې مدرسې کې وروسته له هغې رامنځ ته شوې چې د مدرسې زده‌کوونکو له توغندي سره لوبې کولې.

هغه زیاته کړه: "د یو توغندي سرګلوله وه او قاري او هلکانو چې هلته درس ویلې له هغوی څخه دا چاودنه کوي چې په خواشینۍ سره اوه تنه وژل کېږي او اته تنه نور ټپیان شوي".

د اشکمش ولسوالۍ سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې ښايي د تلفاتو شمېر له دې هم پورته وي.

خو د تخار د والي ویاند جواد هجري وویل چې په مدرسې کې دا پېښه د ماین چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

هغه وویل: "یولس بجې د زوړ ښار په مدرسه کې چاودنه شوې ده چې د ماین له امله وه او زموږ د بررسۍ ډله د څیړنې په حال کې ده.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې پېښې مسولیت نه دی منلی.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې پر مقدسو ځایونو په ځانګړي ډول جوماتونو باندې بریدونه زیات شوي دي.

په روانه جون میاشت کې د کابل په وزیراکبر خان او شیرشاه سوري جوماتونو کې دوه چاودنې وشوې چې په ترڅ کې یې د دغو جوماتونو امامان او یو شمیر لمونځ کوونکي ووژل شول.

XS
SM
MD
LG