د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د تېرې شپې چاودنې د ټپیانو شمېر ۱۱۳ تنو ته ورسېد


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل ښار د نهمې امنیتي‌ حوزې په مربوطاتو کې د تېرې شپې موټر بم چاودنې ۴ تنه وژلي او ۱۱۳ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار ویلي چې په ټپيانو کې ۲۳ ماشومان او ۱۴ ښځې شاملې دي.

د دغه موټر بم حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د ګرین ویلج په نوم د بهرنیانو د اوسیدو پر میلمستون د موټر بم برید شوی دی.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل، چې برید د چاودیدونکو توکو ډک یو موټر په واسطه د ګرین ویلیج ودانۍ ته نږدې شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو ویاندویانو په خپلو ټویټرونو لیکلي دي چې پدغه برید کې څلور تنه وژل شوي او لږ تر لږه ٩٣ تنه ټپیان شوي دي چې په کې ٢۴ ماشومان او ٢۴ ښځې شاملې دي.

د پیښې یو ټپي روغتون ته د انتقالولو پر وخت
د پیښې یو ټپي روغتون ته د انتقالولو پر وخت

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید‌‌الله مایار دمخه په ټویټر پاڼه لیکلي وو چې په چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او له ٥٠ زیات ټییان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانس ویلي چې له چاودنې وروسته د نورو بریدکوونکو د برید په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.

هغه وویل، چې سیمه پولیسو کلابند کړې او په دغه سیمه کې یې د پلټنې عملیات پیل کړي دي.​

ګرین ویلج میلمستون د کابل - جلال‌آباد سرک په لار د کابل ګمرک سره نږدې موقعیت لري.

په دغه میلمستون کې اکثره د غیرحکومتي ادارو او ملګرو ملتونو یو شمیر بهرني کارکوونکي دیره دي.

د پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG