د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د مزاري د تلین پر غونډې راکټي بریدونه شوي


د داعش ډلې ادعا کړې ده چې برید هغوی کړی دی.
د داعش ډلې ادعا کړې ده چې برید هغوی کړی دی.

د کابل ښار د لویدیځې څنډې په قلعه ناظر سیمه کې نن د پنجشنبې په ورځ (کب/حوت ۱۶مه) د وحدت اسلامي ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۴م تلین په مناسبت جوړې شوې غونډه باندې راکټي بریدونه وشول.

غونډه کې د افغان حکومت لوړپوړو چارواکو او ګڼ شمیر سیاسي څیرو ګډون درلود، چې د غرمې شاوخوا دولس بجې د پرله‌پسې راکټي بریدونو له امله ګډه وډه شوه.

د داعش ډلې ادعا کړې ده چې برید هغوی کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید‌الله مایار وايي، چې د پېښې له ځای څخه تر اوسه د دریو کسانو مړي او ۲۲ ټپيان د استقلال روغتون ته انتقال شوي دي.

د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال انتخاباتي ډلې په یوې اعلاميې کې ویلي، چې په پېښه کې ښاغلي اتمر ته کوم زیان نه دی رسېدلی خو اته ساتونکي یې برسیرن ټپیان شوي دي.

د ملي کنګرې ګوند رئیس او د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید عبداللطیف پدرام په خپله فیسبوک‌پاڼه کې لیکلي، چې په برید کې برسیرن ټپي شوی، خو روغتیايي حالت یې ښه دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نصرت رحیمي امریکا غږ آشنا ته وویل، چاودنې د هاوان د مرمیو د ویشتلو له امله شوي، چې د کابل ښار په اتلسمه حوزه کې له یو کور څخه توغول کیدل.

هغه زیاته کړه "امنیتي ځواکونو د هاوان ویشتلو اصلي کس نیولی دی او څو نور کسان چې له هغه سره یې همغږي کوله هغوی هم پیژندل شوي او د پولیسو په کلابندۍ کې دي، ژر به هغوی ونیول شي یا به له منځه یوړل شي".

د اجرائیه ریاست مرستیال محمد محقق غونډې ته وویل "غونډه تر برید لاندې نیول شوې، له هرې خوا هاوانونه ویشتل کیږي".

غونډه د امنیتي ګواښونو له امله وځنډول شوه.

د افغانستان جمهور رئيس محمداشرف غني دا برید غندلی دی.

له جمهوري ریاست څخه په یو خپور شوي بیان کې د ښاغلي غني له قوله ویل شوي، چې پر ولسي غونډو برید "جنایتکارانه عمل او د ولسواکۍ او مدني ارزښتونو سره دښمني" ده.

په دې غونډه کې د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله، پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني، د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار حنیف اتمر او یو شمیر نورو حکومتي چارواکو او سیاسي مشرانو ګډون درلود.

XS
SM
MD
LG