د لاس رسي وړ اتصالات

د جلال اباد د کرکټ لوبغالي په چاودنو کې اته تنه وژل شوي


په جلال اباد کې تیره شپه د کرکټ لوبغالي کې په چاودنو کې اته تنه وژل شوي او ۴۵ نور زخمیان شوي دي.
په جلال اباد کې تیره شپه د کرکټ لوبغالي کې په چاودنو کې اته تنه وژل شوي او ۴۵ نور زخمیان شوي دي.

جلال اباد کې د کرکټ لوبغالي کې چاودنو اته کسان وژلي او ۴۵ نور یې زخمیان کړي دي

پېښه تېره شپه ( غوايي ۲۸ مه) یولس نیمې بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند د سپین غر کرکټ لوبغالي کې د'رمضان کپ سیالۍ' کې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې د رمضان کپ سیالۍ تېره شپه پیل شوې وې چې ګڼ شمېرکسان ورغلي وو.

نوموړي وویل چې لومړنۍ چاودنه د سټیج او کمنټټر خوا کې شوې وه چیرته چې د لوبې مشران او چارواکي ناست و.

هغه وویل دویمه او درېیمه چاودنه د لوبغالي بهر د زرنج موټر سایکل څخه په ګټې اخیستنې شوې ده، چې اته کسان پکې وژل شوي او ۴۵ نور زخمیان دي

د ننګرهار د ولایت د والي د وینا له مخې په وژل شویو کې د دغو سیالیو سمبالوونکی او وطنپاله ځوانانو د ټولنې مشر هدایت الله زهیر او د لغمان ښاروالۍ مرستیال او یو ماشوم هم شامل دی.

ښاغلي خوږیاڼي وویل، چې په چاودنه کې د کرکټ لوبغاړي هم زخمیان شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې له دغې پېښې څخه اته جسدونه او ۴۳ زخمیان روغتون ته ور وړل شوي دي، چې شپږ ټپیان تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي او پاتې ټول بستر دي چې د دوو کسانو روغتیايي حالت پکې خراب دی.

په ټپیانو کې دوه کسه سیمه ییز خبریالان هم شامل دي چې یو یې قرار عزیزي او بل یې مبارز اتل دي.

د پېښې یو ټپي عزیز اتل امریکا غږ اشنا راډیو ته په روغتون کې وویل " کله چې د کرکټ د یوې لوبډلې بیټینګ شو او دا بل کېده چې په دې وخت کې د ننګرهار پخوانی ښاروال راغی، موږ ورته په سټیج د خبرو وخت ورکړ چې په دې وخت چې چاودنه وشوه، زما پېښې زخمي شوي وې ما نه شول کولای چې خپلې پېښې په ځان پسې یوسم، بیا نور په ځان نه یم پوه شوی".

دا په ننګرهار کې د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده چې تر سره کېږي او د کرکټ لوبغاړي په نښه کېږي.

وسله والو طالبانو د یو تلیفوني پېغام په ترڅ کې په دغه پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

هدایت الله زهیر چې ددغه کرکټ ټورنمنټ سمبالګر وو، ډېر وخت به یې د کرکټ لوبغاړو او او نورو ملي مسلو کې ونډه اخیستله.

جمهور رئیس محمد اشرف غني په اعلامیه کې دا پیښه په سختو ټکو غندلې او ویلي دي " تروریستي ډلې ان د روژې په مبارکه میاشت کې چې د عبادت او بخښنې میاشت ده، د خلکو له وژلو لاس نه اخلي" .

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG