د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې چاودنې دوه تنه وژلي او ۲۳ نور یې ټپيان کړي


د خوست ولايت روغتیايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې بمي چاودنې دوه تنه وژلي او ۲۳ نور یې ټپیان کړي دي.

پېښه نن د سې شنبې په ورځ د «مرغومې پر۱۸مه» د خوست ښار په جنوبي څنډه کې د سپین جومات ترڅنګ سیمه کې رامنځته شوې ده.

د خوست د عامې روغتیا رئیس ډاکټر احمد شاه لکڼوال امریکا غږ ته وویل:" وژل شوي دوه تنه ملکي وګړي‌ دي‌ او ۲۳ تنه ټپیانو کې دری ته پولیس هم شامل دي."

تر دې مخکې د خوست د ولايتي ملکي رغتون مشر ډاکټر سخي سردار امريکا غږ اشنا راډيو ته ویلي و، چې د پېښې له ځايه ۱۶ ملکي ټپيان او يو مړی دغه روغتون ته انتقال شوي دي.

په همدې ترڅ کې د خوست ښار د بابري ګل او متون بابا په نومونو دوو خصوصي روغتونونو ته هم پنځه پنځه ټپيان چې مجموعاً لس کسه کېږي، انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.

امنيتي چارواکي په دې اړه څه نه وايي خو عيني شاهدان وايي، چې چاودېدونکي مواد د سړک پرغاړه په يوه درول شوي موټر سايکل کې ځای پرځای شوي وو.

د خوست ښار يوه اوسېدونکي خالد بادشاه امريکاغږ ته وويل، چې تر چاودنې وروسته يې وليدل چې يو شمېر کسان په شخصي موټرو کې روغتونونو ته انتقال شول.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

XS
SM
MD
LG